سولې شورا: د مسکو ناسته کې به د سولې پر ګټورو میکانیزمونو خبرې وشي

د افغانستان د سولې په تړاو د مسکو د ناستې په اړه د روسي چارواکو له تازه څرګندونو وروسته د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، په دغه ناسته کې به تر ډېره د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پر پیاوړتیا تمرکز وشي.

د دې شورا ویاند سید احسان طاهري د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د مسکو ناسته به دې ته لار هواره کړي چې د افغانستان د سولې د بهیر د سبوتاژ کوونکو مخه ونیول شي.

نوموړي زیاته کړه:

سید احسان طاهري

"هیله مند یو چې د مسکو ناسته ژر ترسره شي څو زموږ د غوښتنې سره سم په سیمه ییزه او نړیواله کچه اجماع پياوړې شي، کوښښ دا دی چې موږ څنګه کولای شو د افغانستان د سولې بهیر د اخلالوونکو مخه ونیسو، موږ هیله لرو چې په دغه ناسته کې د طالبانو تحریک هم ګډون وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې دغه ناستې ته ټولو بلل شویو هېوادونو تائید کړې ده چې د افغانستان د سولې په اړه په دغه ناسته کې ګډون کوي.

ښاغلي کابلوف له ځینو رسنیو سره په مرکه کې ويلي چې د مسکو ناستې ته د افغانستان سربېره د امریکا او طالبانو د استازو په ګډون د لسو هېوادونو استازو ته بلنه ورکړل شوې ده.

ټاکل شوې وې وه د افغانستان په اړه د مسکو ناسته د سپتمبر میاشتې په څلورمه نېټه ترسره شوې وای خو د افغان حکومت په غوښتنه وځنډول شوه.

روسي چارواکو له دې وړاندې ویلي و چې دغه ناسته به د روانې میلادي میاشتې په وروستیو کې ترسره شي.

طالبانو په دې وروستیو کې په دغه ناسته کې د ګډون په اړه څه نه دي ویلي خو له دې وړاندې ویل شوي و چې د دغې ډلې يو پلاوی به د مسکو ناسته کې ګډون وکړي.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې دوهم مرستیال فیصل سمیع د مسکو او طالبانو اړیکو ته په اشارې وايي چې که روسیه وغواړي کولای شي د افغانستان د سولې په بهیر کې ګټور رول ولوبوي.

نوموړي زیاته کړه:

"طالبان اوس په مختلفو ډلو وېشل شوي او هره ډله یې د سیمې هېوادونو په ځانګړې توګه روسیې سره ښې اړیکې لري، پرته له شکه که روسیه په رښتیني توګه دغه بهیر ته داخل شي، زما په اند د افغانستان د مشکلاتو يوه عمده برخه به هواره شي، ځکه زموږ اساسي ستونزه د سیمې او نړۍ د زبر ځواکو هېوادونو لخوا ده."

د مسکو د ناستې د اهمیت او ترسره کېدو په اړه په داسې حال کې دا څرګندونې کېږي چې امریکا هم په دې وروستیو کې د سولې خبرو ته د طالبانو د هڅولو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړې دي.

په همدې څو ورځو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې په اړه د سیمې د څو هېوادونو او د قطر په دفتر کې د طالبانو د استازو سره لیدنې کتنې کړي چې د دغو لیدنو کتنو نتایج ګټور او مثبت بلل شوي دي.

راپور: محمد واصل وصال