د فراه سیمهییز چارواکي د دغه ولایت د امنیتي وضعیت په اړه اندېښمن دي او وايي چې که پاملرنه ونهشي نو دغه ولایت به یو وار بیا د وسلهوالو طالبانو په لاس سقوط شي.
د فراه د ولایتي شورا رئیس فرید بختاور د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې اوس مهال د دې ولایت څلور ولسوالۍ د وسلهوالو مخالفینو په لاس کې دي او پاتې شپږ يې هم تر سختو امنیتي ګواښونو لاندې دي.
ښاغلي بختاور وویل چې وړمه شپه هم د دې ولایت په پشت رود ولسوالۍ کې وسلهوالو طالبانو د ملي اردو په یو بېز حمله وکړه چې د ملي اردو ۱۸ سرتیري پهکې وژل شوي او ۱۵ نور د طالبانو په لاس اسیران شوي دي.
نوموړي زیاته کړه:
"یوازې ښار پاتې دی، خو د دې ښار په درې یا څلور کیلومترۍ کې هم د دښمن حضور شته او وسلهوال مخالفین د ښار په کمربندي پوستو حتی جبههيي جګړې کوي او له بدهمرغه چې زموږ د ښار کمربندي پوستې هم پنځه او یا هم لس پولیس نهلري، وړمه شپه هم وسلهوالو طالبانو د ملي اردو یو لوی پنځه دېرش کسیزه بېز ته سقوط ورکړی دی."
نوموړی وايي، د وسلهوالو طالبانو ګواښونه ان د ښار پنځه کیلومترۍ ته را رسیدلي او نېږدې هره شپه د ښار د امنیتي کمربند په پوستو حملې کېږي.
د ښاغلي بختاور په خبره، د دوی د معلوماتو له مخې همدا اوس هم د فراه په اړوند سیمه کې د کندهار هرات لویه لار د وسلهوالو مخالفینو له لوري تړل شوې ده او د پلټنې مرکزونه یې پرې جوړ کړي دي.
په دې اړه نور: مشرانو جرګه: د زورواکو په وړاندې د حکومت اقدامات له امنیت سره مرسته کويدا پهداسې حال کې ده چې د روان لمریز کال د غويي یا ثور د میاشتې په ۲۵ مه هم وسلهوالو طالبانو د دې ولایت په مرکز له څلورو خواوو ډلهییزه حمله وکړه چې د څو ساعتونو لپاره يې د فراه د مرکز ځینې سیمې په خپله ولکه کې راوستې.
د ولایتي شورا رئیس فرید بختاور له حکومته غواړي چې د فراه امنیتي وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.
خو د افغانستان دفاع وزارت که څه هم په یاد ولایت کې یو شمېر امنیتي ستونزې مني، خو وايي چې د فراه په څلورو ولسوالیو کې د وسلهوالو مخالفینو پر ضد تصفیوي عملیات روان دي چې په ترڅ کې یې په لسګونو وسلهوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه وزارت ویاند غفور احمد جاوېد دا نه مني چې په پشت رود ولسوالۍ کې دې یو شمېر افغان سرتېري د مخالفینو لهخوا نیول شوې وي، خو وايي، د ملي اردو پر بېز د وسلهوالو مخالفینو د حملې په اړه څېړنې پیل شوي دي.
جاوېد زیاته کړه:
"تېره ورځ چې کومه پېښه رامنځته شوې وه، په اړه يې څېړنې روانې دي، د عسکرو اسیر کېدل موږ نه تأييدو کله چې څېړنې بشپړې شوې پهدې اړه به معلومات درکړو، خو د فراه په بالابلوک، خاک سفید او پشت رود کې زموږ عملیات دوام لري او له املهيې لسګونه وسلهوالو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده."
په دې اړه نور: د فراه په بالابلوک او پشترود کې پر ۳ پوستو بریدونه شويوسلهوال طالبانو هم په یوه خپره کړې اعلامیه کې ادعا کړې چې د فراه ولایت په پشت رود ولسوالۍ کې يې د ملي اردو یو بېز نیولی او یو شمېر عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې او ځینې يې ژوندي له ځانه سره وړي دي.
فراه د افغانستان هغه لویدیځ ولایت دی چې له ګاونډي هېواد ایران سره ګډه اوږده سرحدي پوله لري.
د دغه ولایت سیمهییز چارواکي ادعا کوي چې د فراه په ناامنۍ کې ایران په مستقیم ډول لاس لري، د بخش اباد د اوبو بند او په فراه کې د ټاپي پروژې تېرېدونکې نللیکه هغه څه دي چې د یاد ولایت چارواکي يې د فراه د ناامنه کېدو اصلي لاملونه ګڼي.