د ترکيې د ولسمشر يو سلاکار وايي په دې باور دى چې د سعودي عربستان يو پېژندل شوى ژورناليست چې له شپږو ورځو راهيسې ورک دى، په استانبول کې د سعودي په قونسلګرۍ کې وژل شوى دى.
ياسين اقتاى رويټرز خبري اژانس ته وويل، ترکي چارواکي په دې باور دي، چې په اغلب ګومان د سعودي عربستان يوه ١٥ کسيزه ډله په دې قضيه کې لاس لري.
تر دې مخکې د ترکيې ځينو سرچينو ويلي وو، فکر کوي جمال خاشُقجي، چې د سعودي د وليعد شهزاده بن سلمان له منتقدانو و، ښايي په قونسلګرۍ کې وژل شوى وي.
يوه چارواکي چې نوم يې نه دى اخيستل شوى ويلي، دغه خبريال د سعودي عربستان د هغې ډلې له خوا وژل شوى، چې په مشخص ډول د وژنې لپاره لېږل شوې وه.
خو په استانبول کې د سعودي عربستان د قونسلګرۍ يوه چارواکي دغه تورونه بې اساسه وبلل او ويې ويل، د خاشقجي د ورک کېدو د څېړنې لپاره د سعودي يو امنيتي هيئت استانبول ته ورغلى دى.