د ايران پارلمان يوه نوې لايحه تصويب کړه

د ايران پارلمان

د ايران پارلمان يوه لايحه تصويب کړه چې هدف يې نړيوالو معيارونو ته د ايران د قوانينو برابرول دي.

دغه لايحه ايران ته زمينه برابروي د ټروريزم د تمويل پرضد د ملګرو ملتونو له يوه کنوانسيون سره ملګرى شي.

د ايران رسنيو راپور ورکړى چې د پارلمان د وکيلانو له ډلې د ١٤٣ د دې لايحې په پلوي، ١٢٠ په مخالفت او ٥ نورو ممتنع رايې ورکارولې.

دغه لايحه مخکې تر دې چې د قانون حيثيت خپل کړي، بايد د شوراى نګهبان لا خوا تصويب شي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف د پارلماني مباحثو پر مهال ويلي وو: نه دى او نه ولسمشر دا ضمانيت کولاى شي چې له کنوانسيون سره يوځاى کېدل به ټولې ستونزې حلوي.

خو ده ويلي وو، که له دغه کنوانسيون سره ملګري نه شو، امريکا ته به زموږ د ستونزو د زياتولو لپاره نورې پلمې هم په لاس ورشي.