د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د کويټ له چارواکو غوښتنه وکړه، چې په اقتصادي برخه، د سولې په پروسه او د ټروريزم په وړاندې مبارزه کې له کابل همکاري وکړه.
صلاح الدين رباني چې په يوه رسمي سفر کويت ته تللى، نن د کويټ له وليعهد نواف الاحمد الجابر الصباح سره د افغانستان او کويت د همکاريو پر دوام خبرې وکړې.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي، چې وليعهد الصباح په ټولو برخو کې د افغانستان د ملاتړ ډاډ ورکړى دى.
په دې کتنه کې افغان ځوانانو ته د کويت د تحصليي بورسونو د ورکړې په اړه هم خبرې شوې دي.