د اسرائيل صدراعظم بنيامين نتنياهو ويلي، چې ”ډېر ژر“ به د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره وګوري.
دا به له کله چې تېره مياشت د مديترانې سمندرګي په ختيځ کې د روسيې يوه پوځي الوتکه وويشتل شوه، د دواړو مشرانو لومړۍ کتنه وي.
د اسرائيل صدراعظم نتنياهو وويل پر دې احتمالي کتنې يې له پوتين سره ټليفوني خبرې کړي:
”شېبه مخکې مې له ولسمشر پوتين سره خبرې وکړې، موافقه مو وکړه چې زموږ د پوځونو ترمنځ د مهمې امنيتي همکارۍ د دوام لپاره ډېر ژر سره وګورو. “
ښاغلي نتنياهو ونه ويل چې د دې کتنې لپاره کومه نېټه ټاکل شوې ده؟
وروسته له هغې چې د سپټمبر پر ١٧مه يوه روسۍ الوتکه په تېروتنې وويشتل شوه او په کې سپاره ١٥ روسي پوځيان ووژل شول، دا د نتنياهو او پوتين درېيمه ټليفوني مکالمه ده.
روسيې تور لګولى چې اسرائيل په دې پېښه کې تر يوه حده دخالت لري.