پامپيو: له جيم جونګ اون سره مې کتنه مثمره وه

د امريکا متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو

د امريکا متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو د شمالي کوريا له مشر کيم جونګ اون سره خپل بحثونه ”مثمر“ بللې او ستايلي يې دي.

ويل کېږي په نننۍ کتنه کې له اټومي وسلو د کوريا ټاپووزمې تصفيه او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او کيم جونګ اون ترمنځ د دويمې سرمشريزې تابيا د اجنډا په سر کې وه.

پامپيو په ټويټر کې ليکلي چې پيونګ يانګ ته يې له کيم سره د کتنې لپاره ښه سفر درلود.

ولسمشر ټرمپ له کيم جونګ اون سره په جون مياشت کې په سينګاپور کې کتلي وو.