د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي د ميدان وردګ په سيد اباد ولسوالۍ کې د تېرې شپې په حمله کې ١٤ سرتېري وژل شوي دي.
د دغه وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي نن په کابل کې يوه کنفرانس ته وويل په وژل شويو کې د سياد اباد ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال سيد نضراب شاه هاشمي هم شامل دى.
هغه په پېښه کې د ٧ نورو سرتېرو ټپي کېدل هم تاييد کړل.
وسلواله جګړه هغه وخت پيل شوه چې يوه ډله وسلوالو د سيد اباد ولسوالۍ پر امنيتي پوستو ډله ييزه حمله پيل کړه.
د ميدان وردګ د والي وياند عبدالرحمن منګل ازادۍ راډيو ته وويل، وضعيت بېرته عادي شوى
”وضعيت په بشپړ ډول د دفاعي او امنيتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دى. لويه لار هم د ټرافيکو پرمخ پرانيستل شوې ده.“
د والي وياند وايي په پېښه کې ګڼو وسلوالو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو دقيق شمېر يې لا معلوم نه دى.