جمهوري ریاست د افغانستان په شمال کې د سرو زرو او مسو د کانونو د ایستنې د تړونونو په اړه د روړنتیا د څار سازمان څرګندونې بېبنسټه او د عامه ذهنيتونو د ګډوډولو یوه هڅه بولي.
په امریکا کې د افغانستان د دوو کانونو د تړونونو د لاسلیک کېدلو په تړاو تر غبرګونونو وروسته، جهموري ریاست وايي چې د دغو تړونونو لاسلیک کېدل هېڅ ډول ستونزه نهلري.
د جمهوری ریاست مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د تلې ۱۵» ازادي راډیو ته وویل، د کانونو په ګډون، ټول تړونونه د تدارکاتو د کمېسیون له هوکړې وروسته کېږي چې په دغه کمېسیون کې د روڼتیا د څار بنسټ مشر هم ګډون لري.
شاه حسین مرتضوي
دی زیاتوي:
"د تدارکاتو د کمېسیون ټول غړي د هرې فیصلې په اړه لاسلیک کوي او هلته یوازې د ولسمشر لاسلیک نهدی مطرح، بلکې د افضلي صاحب په ګډون، ټول غړي یې لاسلیک کوي، خو زه تعجب کوم، په داسې حال کې چې په خپله افضلي صاحب هلته موجود دی، د ناقصو او مغرضانه معلوماتو سره د خلکو ذهنونه ګډوډوي."
د افغانستان د روړنټیا د څار بنسټ مشر اکرام افضلي بیا وايي چې ولسمشر د ښار جوړونې د پخواني وزیر د خوشحالولو لپاره په شمال کې د سرو زرو او مسو د کانونو د ایستنې تړونونه هغو شرکتونو ته ورکړي چې ښاغلی سادات پهکې شریک دی.
د بدخشان ولایت د طلا او د بلخاب د مسو کانونو تړونونه د اکټوبر په پنځمه د امریکا په متحده ایالاتو کې د افغانستان په سفارت کې د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرستې او د (ترکش افغان ماینېنګ) او (افغان ګولډ اند منرالز) شرکتونو ترمنځ لاسلیک شول.
یاد دواړه تړونونه چې د افغانستان د کانونو وزارت په خبره ارزښتیې څه باندې ۷۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي، ډېر ژر بهیې د کېندنې چارې پیل شي.
خو د افغانستان د شفافیت څار بنسټ د دغو تړونونو په اړه اندېښمن دی.
د دغه بنسټ رئیس اکرام افضلي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د تړون تر لاسلیک کولو وړاندې یې خپله اندېښنه له ولسمشر سره هم مطرح کړه، خو هغه تهدید کړ.
اکرام افضلي
دی وایي:
"په دې اړه موږ خپله اندېښنه د تدارکاتو په کمېسیون کې هم له ولسمشر سره شریکه کړه، د قانون خلاف چې کوم کار کېږي، موږ یې پر وړاندې غږ پورته کړ، خو ولسمشر په دې اړه ډېر جدي غبرګون وښود او موږ یې په دې وګواښلو چې که خپله ادعا ثابته نهکړو، تر عدلي تعقیت لاندې نیول کېږو."
د اقتصادي چارو کارپوه سید قیاس سعیدي وايي، هېڅڅوک حق نهلري چې د افغانستان له کانونو سره چې د دغه هېواد ملي شتمني ده، غیر مسؤلانه چلند وکړي.
د یادونې ده چې د افغانستان د کانونو په تړونونو کې د شفافیت د نهموجودیت په اړه مخکې تر دې هم وخت په وخت انتقادونه مطرح شوي دي.
راپور: محمد حدیث پردېس