د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي چې له وخته مخکې د انتخاباتي کمپاینونو ۱۳۳ موارده ورسره ثبت او له دې شمېر څخه ۸۹ ته یې رسیده ګي شوې ده.
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د ولسي جرګې په ټولو کاندیدانو غږ کوي چې خپل کمپاینونه له قانون، مقراراتو او طرزالعملونو سره سم پرمخ یوسي.
د دغه کمېسیون منشي او ویاند علي رضا روحاني د یکشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل چې تر اوسه له وخته مخکې د انتخاباتي کمپاینونو ۱۳۳ موارد له دوی سره ثبت شوي دي.
دی وايي:
"تر اوسه هغه موارد چې له وخته مخکې انتخاباتي کمپاین پورې اړه لري، ۱۳۳ موارد یې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون کې ثبت شوي ۸۹ مواردو ته رسیدهګي شوې، ۱۲ موارد تر څېړنې لاندې دي او ۱۲ نور مورده د رسنیو کمېټې ته لېږل شوي، ځکه رسنیزې سرغړونې بلل شوي دي."
د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره د کادندیدانو کمپاینونه د ۱۳۹۷کال د میزان په ۶ مه پیل شوي او د همدې میاشتې تر ۲۶ مه به دوام وکړي.
په دې اړه نور:
سرخط: د کاندیدانو کمپاینونه په بې فرهنګۍ سره پیل شولله اجازې پرته په کورونو، ترافيکې نښو د پوسترونو نصبول، له بهرنيو بنسټونو یا اتباعوو نه د کمپاین لپاره پیسې اخېستل، له دولتي امکاناتو ګټه اخېستل، په کمپاینونو کې د عامه نظم اخلال او بېلابېل نور موارد جدي انتخاباتي سرغړونې بلل کېږي چې د کمېسیون د چارواکو په وینا سرعړونکي له پنځو زرو نیولې تر پنځوس زره افغانیو نغدي جریمه کېږي.
د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي چې هېڅ دولتي مامور په ځانګړي ډول د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولین نهشي کولای چې په انتخاباتي مبارزو کې ګډون وکړي.
خو د کابل ښار په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې لیدل کېږي چې یو شمېر کاندیدانو له دغو مقراراتو سرغړونه کړې او د انتخاباتي کمپاینونو طرزالعملونه یې تر پښو لاندې کړي دي.
په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا وايي چې انتخاباتي کمېسیونونو کاندیدانو ته د کمپاین په اړه لازم عامه پوهاوی نهدی ورکړی، نو ځکه په انتخاباتي کمپاینونو کې سرغړونې تر سترګو کېږي.
یوسف رشید
د دغه بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید ازادي راډيو ته وویل:
"که نن سبا په کمپاینونو کې سرغړنې ترسترګو کېږي، لامل یې دا دی چې څه ډول لازمه وه کاندیدانو ته د کمپاین په اړه عامه پوهاوی نهدی ورکړل شوی، د کمپاین پر مهال له مقراراتو او طرزالعملونو سرغړونه کاندیدانو ته یوه ننګونه ده."
د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، دوی د قانون له مخې مکلف نهدي چې د انتخاباتي کمپاین پرمهال سرغړونې ثبت کړي، خو ټینګار کوي چې هرڅوک پهدې اړه شکایتونو لري کولای شي، په کابل کې د دغه کمېسیون مرکزي دفتر او په ولایتونو کې سیمهییزو دفترونو ته مراجعه او خپل شکایتونه ثبت کړي.
راپور: رحمت الله افغان