د ايران حکومت د اسرائيل د صدراعظم هغه تور بې اهميته وباله چې ويلي يې دي، ايران د اټومي وسلو پټه زېرمه لري.
بنيامين نتنياهو دا خبره پرون د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په وينا کې وکړه، چې ايراني چارواکو غلط تورونه بللي دي.
نتنياهو د ايران د پلازمېنې تهران يو عکس چې له هوا څخه اخيستل شوى وښود چې يوه محل ته يو سور ويکټور ورته کش شوى و، چې ده د اټومي وسلو اړوندو موادو پټه ذخيره وبلله.
هغه ايران ته په خطاب کې وويل:
”اسرائيل به د ايران د تهاجم په وړاندې د ځان د دفاع لپاره هر لازمي اقدام کوي. موږ به په سوريه کې ستاسو پرضد اقداماتو ته ادامه ورکړو. په لبنان او عراق کې هم ستاسو پرضد عمل کوو.“
نتنياهو څرګنده کړه چې دغه کشف ښيي چې ايران لا هم هڅه کوي، چې د ٢٠١٥م کال له تړون سره- سره اټومې وسلې جوړې کړي.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند بهرام قاسمي وويل، د نتنياهو تورونه د دې ارزښت نه لري، چې خبرې ورباندې وشي.
بلخوا د ايران د بهرنيو چارو مرستيال وزير عباس عراقچي وويل، د نتنياهو په ځواب کې په طنزيه انداز وويل، د اسرائيل دغه رهبر ته ښايي ځينو کسانو بده مشوره ورکړې وي.