د سولې عالي شورا يو هيئت د خبرو لپاره پاکستان ته تللى

د افغانستان د سولې عالي شورا یو پلاوی له پاکستاني ديني عالمانو سره د خبرو په هدف پاکستان ته تللی دى.

د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال عطا الرحمان سلیم د دې هيئت مشري کوي.

د سولې عالي شورا يوه غړي محمد امين وقاد نن ازادۍ راډيو ته وويل، د افغانستان هيئت به د جګړې د پای ته رسیدو پر موضوعاتو ټینګار وکړي.

”په دغه کتنه کې زموږ پیغام ډېر واضح دی او هغه دا چې په افغانستان کې د جګړې دوام د هیچا په ګټه نه دی او دواړو هېوادونو ته زیان رسوي، راځئ چې په ګډه جګړه پای ته ورسو او د سولې خبرې پیل کړو. د پاکستان د نوي حکومت مسولیت هم دا دی چې په سیمه کې د ثبات د ټینګښت په برخه کې رښتینی وي“

د ښاغلي وقاد په خبره نړیوالو فشارونو ته په کتو پاکستان باید دا درک کړي چې له تروریزم څخه ملاتړ حل لار نه ده اوس د سولې د خبرو په برخه کې رښتینې همکاري وکړي.