د سلواکيا دولتي څارنوالانو درې کسان د يوه تحقيقاتي خبريال په قصدي وژنه تورن کړل.
ين کوڅياک او کوژده شوې ملګرې يې په فبرورۍ مياشت کې وژل شوي وو.
د سلواکيا د حکومت يوې وياندې نن وويل چې دغه درې کسان په يوه کور کې پرون د چاپې وهلو پر مهال نيول شوي دي.
حکومتي وياندې وويل، پنځه نور کسان چې د همدې چاپې پر مهال نيول شوي وو، خوشې شوي دي.
خبريال ين کوڅياک او ورته کوژده شوې مارتينا کوشنيرووا په فبرورۍ مياشت کې پلازمېنې براتيسلاوا ته نږدې په خپل کور کې مړه وموندل شول. دواړه ٢٧ کلن وو.