په پام کې ده د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان نن په برلين کې له جرمني چارواکو سره پر ګڼو مسايلو خبرې وکړي.
دا سفر پهداسې حال کې کېږي چې ښاغلي اردوغان پرون په يوه مقاله کې چې د يوې جرمنۍ ورځپاڼې ويبپاڼې خپره کړې، له جرمني سره د اړيکو ښه کولو غوښتنه کړې ده.
د ترکيې ولسمشر له جرمني غوښتنه وکړه چې په امريکا کې د دېره مذهبي مشر فتح الله ګولن غورځنګ د تروريستي سازمان په توګه په رسميت وپېژني.
په دې اړه نور: اردوغان: جرمني دې د ګولن حرکت د تروریستي سازمان په حیث وپېژنيانقرې تور لګولى چې ښاغلي ګولن د ٢٠١٦میلادي کال د کودتا په ناکامه هڅه کې لاس درلود، خو ګولن دا تور رد کړى دى.
رجب طيب اردوغان د جرمني د فرانکفورتر الګیماينه څیتونګ ورځپاڼې په ويبسايټ په يوه مقاله کې ويلي، د ناټو دوه غړي هېوادونه ترکيه او جرمني باید د يوې بېباکانه تجارتي جګړې د مخنيوي لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو «د غيرمسوولانه پاليسيو» مخه ونیسي.
اردوغان ليکلي:
تمه لري چې جرمني به د ده د هغې مبارزې ملاتړ وکړي چې د ګولن د غورځنګ ترڅنګ يې د کُردانو د ممنوعه کارګر ګوند «PKK» په وړاندې پيل کړې ده.
د ترکيې ولسمشر ويلي، هيلهمند دى د جرمني او ترکيې په خرابو شويو ډيپلوماتيکو اړيکو کې نوى فصل پرانېستل شي.
په جرمني کې تر ٣ میليونو ډېر په خټه ترکان ژوند کوي.
ځينې کسان فکر کوي چې جرمني ته د ښاغلي اردوغان سفر به د انقرې او برلين ترمنځ په اړيکو کې موجود کړکېچ زيات کم نهکړي.
د جرمني د بُن پوهنتون د ساينسي علومو او نړيوالو اړيکو استاد ګو شوى يو د چين له مرکزي ټلوېزيون سره په مرکه کې وويل، ترکيه جرمني ته زياته اړتيا لري:
"د امريکا متحدو ايالتونو تر فشار لاندې ترکيه يوه متحد ته اړتيا لري. ترکيه هڅه کوي د ځان په وړاندې د اروپا چال-چلند اصلاح کړي. بله مسئله د مالي همکاريو ده؛ ترکيه هڅه کوي ځان له اوسني اقتصادي بحران څخه وباسي. په عين حال کې ترکيه د جرمني لويو پانګونو ته اړتيا لري. ترکيه د جرمني نورو مرستو ته هم محتاجه ده."
د ترکيې ولسمشر "د جرمني د توقعاتو" په نوم په خپله مقاله کې ليکلي:
"دا زموږ مسووليت دى چې په معقول ډول خپلې اړيکې د ګډو ګټو پر اساس مخکې بوځو."
د جرمني د صدراعظمې انګېلا مېرکل وياند سټيفن سايبرت د چهارشنبې په ورځ ويلي وو:
"ترکيه زموږ لپاره يوه مهمه شريکه او د اروپا لپاره ځانګړې متحده ده."
په پام کې ده د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان نن پنجشنبه په برلين کې له جرمني او نورو اروپايي رهبرانو سره بحثونه وکړي.
دا پهداسې حال کې ده چې د امريکا له متحدو ايالتونو سره د اړيکو محدوديت، د ډالرو په وړاندې د ترکيې د پولي واحد يعنې لېرې ارزښت خورا کم کړى دى.
د ترکيې او جرمني اړيکې د ٢٠١٦میلادي کال تر ناکامې کودتا وروسته د هغه څه له کبله چې اردوغان ځپونکى او مستبدانه رول بلل شوى، ترينګلي شوې دي.
تېرميلادي کال له برلين سره د اړيکو د خرابۍ پر مهال ښاغلي اردوغان د جرمني عمده ګوندونه د ترکيې دښمنان بللي وو او په برلين کې يې چارواکي تورن کړي وو چې د نازيانو غوندې عمل کوي.
د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل د اردوغان دغه څرګندونې غندلې وې.