د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۱

د روسیې، ترکیې او ایران ولسمشرانو نن تهران کې غونډه پیل کړه


د ایران ولسمشر حسن روحاني له خپلو روسي او ترکي سیالانو ولادیمیر پوتین او رجب طیب اردوغان سره غونډه پیل کړه.

دا سرمشریزه شېبه مخکې پیل شوه او جزییات یې روښانه شوي نه دي، خو تمه ده چې درې واړه مشران به د سوریې د جګړې او په ادلب ولایت کې د احتمالي پوځي عملیاتو په اړه بحث وکړي.

دوی به په دې اړه هم خبرې وکړي چې آیا ډيپلوماسۍ په ادلب کې د پوځي عملیاتو په وړاندې خنډ جوړ کړی دی کنه.

په داسې حال کې چې درې واړه مشران په تهران کې را غونډ شوي، د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنه چې مرکز یې په لندن کې دی، وايي چې د روسیې او سوریې پوځي الوتکو نن پر ادلب بمباري وکړه.

همداراز پر ادلب د عملیاتو له پیلېدو مخکې د راپورونو له مخې، د دې ولایت اوسېدونکو د پلان شویو عملیاتو او د ولسمشر بشارالاسد پرضد پراخې مظاهرې وکړې.

د ادلب په ختیځ ښار سراقب کې مظاهره چیانو د ولسمشراسد پرضد شعارونه ورکول.

د ایران دولتي خبري آژانس ایرنا وايي چې د تهران سرمشریزه به په سوریې کې د سولې او امن د ټینګښت په برخه کې پر یوه نهايي توافق سلا وکړي.

د ایران یوه پخواني ډيپلومات علي اکبر فرازي ایرنا ته ویلي، دا سرمشریزه ښيي چې د درې واړو هېوادونو لپاره د ټولو ښکېلو اړخونو په ګټه یو عادلانه توافق لاهم مهم دی.

د ولسمشر اردوغان یو سلاکار ایلنور چیویک په یوه ترکۍ ورځپاڼه کې په یوه مطلب کې لیکلي چې د تهران سرمشریزه به یا په سوریه کې سوله او پخلاینه راولي او یا به د اسد د رژیم له خوا د راغلي تشدد له کبله ګډوډي نور هم زیاته کړي.

ایران، ترکیه او روسیه د سوریې په اوږده کورنۍ جګړه کې خپلې ګټې او اهداف لري.

دا درې واړه هېوادونه د امریکا له بندیزونو سره مخامخ دي او غواړي چې د یوه ګډ دریځ په خپلولو سره د امریکا د بندیزونو فشار یوڅه کم کړي.

ایران غواړي په سوریه کې چې له اسرائیل او لبنان سره ګډې پولې لري، خپل پوځي حضور وساتي.

ترکیه چې د ولسمشر بشار الاسد د حکومت د وسله والو مخالفینو ملاتړ کوي، له سوریې د هغو کډوالو له وتلو ویرېږي چې په ناامنه سیمو کې د عملیاتو له کبله بېځایه کېږي او روسیه غواړي چې په دې سیمه کې خپل حضور وساتي، څو هغه تشه ډکه کړي چې د سوریې د جګړې په اړه د امریکا د نامعلوم او مبهم سیاست له کبله رامنځته شوې ده.

رجب طیب اردوغان
رجب طیب اردوغان

خو د ترکیې لپاره د دې هېواد د موقعیت له مخې، د داسې یوې موافقې ارزښت ښايي زیات وي، ځکه دا هېواد د شااوخوا درې نیم میلیونه سوريایي کډوالو کوربه دی او اوس یې خپل سرحدونه د نورو کډوالو پرمخ بند کړي دي.

ترکیې همداراز د سوریې په شمال کې د کنټرول زونونه جوړ کړي دي او په ادلب کې یې د څارنې په دولسو پوستو کې خپل سلګونه پوځیان ځای پرځای کړي دي.

اټکل کېږي چې په ادلب کې د پوځي عملیاتو پیل ښايي د ترکیې سرحدونو ته په نېږدې ښارونو کې د افراطي وسله والو په ګډون، د څو لکو خلکو د ناڅاپي ځای پرځای کېدو او د دې سیمو د بې ثباتۍ باعث شي.

په ادلب او شااوخوا سیمو کې نېږدې ۳ میلیونه وګړي اوسېږي چې تقریباً نیمايي یې د سوریې له نورو سیمو څخه په دې ولایت کې دېره کورني بېځایه شوي دي.

په دې ډله کې د القاعده شبکې په ګډون، د افراطي ډلو شااوخوا لس زره وسله وال هم شامل دي.

XS
SM
MD
LG