عبدالله: د افغانستان په اړه د پاکستان په سیاست کې جدي بدلون نه‌دی راغلی

د افغان حکومت اجرائیه رئیس، عبدالله عبدالله پرون ،دوشنبه د «سپټمبر ۲۴م» د ملګرو ملتونو له عمومي منشي، انتونیو ګوترش سره په نیویارک کې وکتل او د افغانستان او سیمې پر حالاتو یې خبرې ورسره وکړې.

له اجرائیه ریاسته په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې عبدالله عبدالله له انتونیو ګوترش سره په خبرو کې ټینګار کړی چې د افغانستان د لانجې د حل یوه اساسي لار د سیمې د هېوادونو همکاري ده او په ځانګړي ډول یې د پاکستان یادونه کړې ده.

ښاغلی عبدالله انتونیو ګوترش ته ویلي چې د افغانستان په اړه د پاکستان په سیاست کې لا هم کوم جدي بدلون نه دی راغلی.

هغه ټینګار کړی چې د افغانستان په حالاتو کې د مثبت تغیر لپاره د پاکستان همکاري ډېره مهمه ده.

په اعلامیه کې راغلي:

"تر اوسه د افغانستان او له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان په سیاستونو کې کوم بدلون ته نه یو متوجه شوي او له موجودو ستونزو د وتلو لار د سیمې د هېوادونو او په ځانګړي ډول د افغانستان او پاکستان په همکارۍ کې ده."

د خبرې پاڼې په حواله، د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش له افغانستان سره د بشپړې همکارۍ ژمنه کړې ده.

په اعلامیه کې په ځانګړي ډول، په دې اړه چې انتونیو ګوترش د پاکستان په اړه د عبدالله عبدالله اندېښنو ته څه ځواب ورکړی، خبرې نه دې شوې.

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئيس، عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په کلنۍ غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی دی.

ښاغلي عبدالله بېګا د ملګرو ملتونو په سازمان کې دنسلن مندېلا د سولې کنفرانس ته په وینا کې هم پر افغانستان د تحمیل شوې جګړې له امله د افغانانو کړاو ته اشاره کړې ده.

هغه د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی.

عبدالله عبدالله

عبدالله عبدالله وویل:

"زه دلته د داسې هېواد او ټولنې په استازیتوب ولاړیم چې ۴۰ کاله جنګ یې تېر کړی او ډېر کړاونه یې ګاللي دي، په ځانګړي ډول، پر افغانستان له بهره د تحمیل شوې جګړې له امله چې زموږ د خلکو د لوي اکثریت د غوښتنې خلاف روانه ده."

په پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان له واکمنۍ سره په کابل کې خوشبیني پېدا شوې وه چې ښايي د افغانستان په وړاندې او له ترورېزم سره د مبارزې په اړه د پاکستان په نظر کې بدلون راشي.

خو د عبدالله عبدالله له دفتره د خپرې شوې اعلامیې له متنه داسې څرګندېږي چې تر اوسه لا د افغانستان د ملي وحدت حکومت د داسې تغیر د امکان په اړه ډاډ نه لري.

د ملګرو ملتونو دعمومي اسامبلې کلنۍ غونډه نن په نیویارک کې پېلېږي.