د ایران په پلازمېنه تهران کې د موټرو د ګڼې - ګوڼې په ساعت کې پر سړکونو او لویو لارو د پېژو او رینو موټرو سیل بهېږي، خو داسې ګڼل کېږي چې له نړیوالو سره د تهران د اټمي موافقې له کمزوري کېدو سره د ایران د موټرو مارکېټ هم د رکود پر لور روان دی.
پر ایران د امریکا او یو شمېر غربي هېوادونو د بندیزونو له امله زیات د موټرو د تولید ډېر شرکتونه چې مخکې به یې پرزې ایران ته صادرولې او په ایراني کمپنیو کې به یې موټر بسته بندي کول، د خپلو فعالیتونو د محدودولو خبره کړې ده.
د موټرو د تولید یو شمېر سترۍ اروپايي کمپنۍ له هغو پروژو سره بې علاقهګي څرګندوي چې تر دې مخکې يې په ایران کې د موټرو د تولید لپاره یادونه شوې وه.
د ایراني ریال بیه د ډالر په مقابل کې ورځ په ورځ کمېږي.
له کله راهیسې چې د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره د نړیوالو له اټمي موافقې د امریکا د وتلو اعلان کړی، د ایراني ریال نرخ د ډالر په مقابل کې دوه په درې را لوېدلی دی.
په اوسط ډول، په نړیوال مارکېټ کې یو ډالر په ۱۵۰۰۰۰ ایراني ریالو تبادله کېږي.
له دې سره د موټرو نرخ هم په ایران کې په بې ساري ډول لوړ شوی دی.
خو څومره چې نرخونه لوړېږي، هغومره زیات ایرانیان انلاین د اروپايي موټرو د سترو شرکتونو د هغو ډولونو فرمایش ورکوي چې په ایران کې بسته بندي کېږي.
په همدې حال کې د موټرو غربي کمپنۍ له ایرانه لمن را غونډوي، د غربي موټرو پرزې په ندرت پېدا کېږي او پرځای یې د چینايي موټرو کمپنۍ د بازار د اشغال هڅې کوي.
په ایران کې د موټرو د پرزو د تولیدونکو کمپنیو د اتحادیې مشر محمد رضا نجفي منش اسوشیټېډ پرېس ته پهدې اړه ویلي:
"څرګنده ده چې امریکا عمداً هڅه کوي چې د موټرو د مارکېټ د بې ثباته کولو له لارې، د ایران پر خلکو فشار زیات کړي."
ایران د منځني ختیځ د یوه لوی هېواد په توګه تر ۸۰ میلیونه زیات نفوس لري او د موټرو تقاضا ډېره زیاته ده، د بېلګې په ډول تېرکال په ایران کې تر یو نیم میلیون زیات موټر جوړ شوي وو.
د ایران د صنعت کانونو او تجارت وزارت وویل چې تېرکال د موټرو تولید د وړم کال په پرتله ۱۴فیصده زیات شوی وو.
په ایران کې د موټرو د مارکېټ تقریباً ۹۰ فیصده برخه د موټرو د تولید د دوو ایراني شرکتونو په لاس کې ده.
د ایران خودرو شرکت د پيژو موټرو پرزې سره یوځای کوي او د دې موټرو ایرانی ډول تولیدوي.
دوهم شرکت سایپا دی چې د سیټرون او کیا موټرو پرزې سره یوځای کوي او موټر جوړوي.
دواړه شرکتونه رینو موټر هم جوړوي.
د ایران د موټرو جوړولو صنعت د امریکا د متحدو ایالاتو او د امریکا د یو شمېر غربي متحدانو اقتصادي بندیزونو سخت متأثر کړی دی.
امریکا او متحدان یې وېره لري چې ایران به له خپلې تکنالوژۍ د اټمي وسلو د جوړولو لپاره کار واخلي، خو ایران مکرراً دا ادعاوې ردوي.
د فرانسوي موټرو شرکت پېژو په ۲۰۱۶ میلادي کال کې موافقه کړې وه چې په ایران کې د موټرو جوړولو فابریکه جوړه کړي.
پيژو وویل چې هر کال به دوه لکه موټر تولید کړي.
د فرانسې د رینو موټرو کمپنۍ هم ژمنه وکړه چې تهران ته نېږدې به د موټرو د تولید کارخانه جوړه کړي چې په کال کې به ۱۵۰ زره موټر تولیدوي، خو دواړه شرکتونه له خپلې خبرې شاته شوي دي.
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا رئيس علي شمخاني تېره اوونۍ د ایران خودرو شرکت ته ورغلی و او ویلي و:
"په اقتصادي جنګ کې دښمن زموږ د ولس د خوږولو هڅې کوي اودې ته يې اولویت ورکړی دی."
د ایران خودرو اوسايپا کمپنیو کې تر یولک زیات ایرانیان کار کوي.
د رپوټونو پر اساس اووه لکه ایرانیان د موټرو د تولید له صنعت سره په تړلو کارونو کې بوخت دي.
پهدې هېواد کې د موټرو د سترو شرکتونو د فعالیت له بندېدو یا محدودېدو سره په ایران کې د اقتصادي وضعیت د کمزوري کېدو د اندېښنې ترڅنګ د ډېرو خلکو د بې کاره کېدو تشویش هم شته.
اقتصادي څارونکي وېره لري چې د ایران د موټرو د صنعت کمزوری کېدل به په هغه هېواد کې د بې کارۍ فیصدي په بې ساري ډول لوړه کړي.
د ایران حکومت وايي چې ۱۲ اعشاریه درې فیصده یا نېږدې درې میلیونه ایرانیان کار نهلري، خو څارونکي باور لري چې دا رقم ښايي په حقیقت کې ډېر لوړ دی.
ډېر ایرانیان په ناچیزه تنخواه کار کوي او مجبور دي چې د رسمي وظیفې ترڅنګ ټکسي وچلوي.
ډېر ایرانیان د موټرو د بیې له ګرانۍ شکایت کوي. د ایراني ریال د بیې ټيټېدل، ایران ته له بهرنیو هېوادونو د موټرو واردات ګران کړي دي، په ایران کې د موټرو جوړولو لپاره پرزې کمې شوي دي.
یوه ایراني انجنیر محمد رضا پلتان اسوشیټېډ پرېس اژانس ته وویل:
"ما دوه کاله مخکې په بهر کې موټر واخېست، خو لا هم ایران ته نهدی را رسېدلی ځکه د ریال بیه ډېره ټيټه شوې او بندیزونو صادرات او واردت سخت کړي دي. "
په مقابل کې یې په ایران کې د چینايي موټرو بازار ګرم شوی دی.
د موټرو د یوه شوروم خاوند علي رضا اسوشیټېډ پرېس ته ویلي چې د چینايي موټرو نرخ کم دی او ډېر ایرانیان د دې توان لري چې له دوو تر څلورو زرو ډالر د یوه موټر په اخېستلو ولګوي.