عمران خان له هند سره د خبرو اترو په هڅو کې دی

د پاکستان نوی صدراعظم عمران خان له هند سره د خبرو اترو په هڅو کې دی.

دا خبره د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل نن پر خپله ټویټر پاڼه کړې ده.

د دې دواړو اټمي وسلو لرونکو ګاونډیانو ترمنځ خبرې ۱۰ کاله وړاندې پر ممبی ښار له ترورېستي بریدونو وروسته وځنډېدې.

عمران خان د هند صدراعظم نرېندرا مودي ته لیک استولی دی او هغه ته‌یې ویلي دي چې دی غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې مسئلې د خبرو اترو له لارې حل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د هند ځواب ته سترګې پر لاره دی.

په همدې حال کې د پاکستان جیو ټلوېزیون ویلي دي چې عمران خان د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په حاشیه کې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې غوښتنه کړې ده.

تازه راپورونه د هند د بهرنیو چارو د وزارت په حواله وايي چې نوې ډېلي دا غوښتنه منلې ده او ټاکل شوې د بهرنیو چارو وزیران د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډو کې له یو بل سره وویني.

عمران خان د تېرې جولای میاشتې په ۲۶مه نېټه په انتخاباتو کې تر بریالیتوب وروسته په خپله ټلوېزیوني وینا کې له هند سره د اړیکو د ښه کېدو غوښتنه وکړه.

ده وویل:

"د پاکستان او هند مشران باید هڅه وکړي چې د مخامخ خبرو له لارې مسئلې حل کړي، که چېرته د تورونو تبادله دوام ولري، پاکستان د مختلفو مسئلو له امله ملامت وبلل شي او پاکستان هم د بلوچستان په حالاتو کې هند ملامت کړي، نو مخته به لاړ نه‌شو، زه غواړم که چېرته د هند مشرتابه چمتو وي، موږ بشپړ چمتووالی لرو چې خپلې اړیکې ښې کړو، که تاسو زموږ لور ته یو قدم راواخلئ موږ به دوه ګامه درمخته شو."

عمران خان د پاکستان له ټولو ګاونډیانو سره ښې اړیکې لرل د خپل هېواد یوه جدي اړتیا بللې ده څو پاکستان له موجودو اقتصادي فشارونو خلاص شي.

پاکستان او هند په ۲۰۰۴ کال کې په خپلو کې خبرې اترې له سره پیل کړې، خو په ۲۰۱۰ کال کې په ممبی کې تر ترورېستي بریدونو وروسته چې ۱۶۶ کسان په‌کې ووژل شول، د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو پروسه بنده شوه.

هند لشکر طیبه سخت دریځه ډله چې په پاکستان کې فعالیت لري، د ممبی د ترورېستي بریدونو مسؤله بللې ده.