اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله چې هندوستان ته په یوه رسمي سفر تللی له هندي رسنیو سره په هېواد کې د روانې جګړې په اړه خبرې کړي دي.
ښاغلي عبدالله رسینو ته ویلي، هېواد يې له دې ګواښ سره مخ دی چې څنګه له ترورېزم او د ننګرهار په څېر له حملو سره مبارزه وکړي.
ده ویلي د دې کار لپاره اړتیا ده چې د تروریستانو پر ملاتړو هېوادونو او ګروپونو د افغانستان د دوستو هېوادونو لخوا فشار زیات شي:
"د حل دوه مهمې لارې دا دي، د خلکو ملاتړ چې شته او بل دا چې په دغو ډلو او هغو هېوادونو فشار راوړل شي کوم چې د افغانستان د پولو څخه د باندې د دوی ملاتړ کوي."
ښاغلي عبدالله که څه هم د کوم هېواد نوم وانخیست خو له دې وړاندې پاکستان او په دې وروستیو کې ایران په دې تورن شوي چې په افغانستان کې د دولت د مخالفو وسله والو ملاتړ کوي.
ښاغلی عبدالله وايي چې د ننګرهار په څیر د خونړیو حملو د مخنیوي لپاره د استخباراتو د پیاوړتیا او د افغان ځواکونو نه د افغانانو ملاتړ هم مهم دی چې افغان حکومت ورته جدي کار کوي.
اجرائیه رئیس او ورسره افغان پلاوی یې د هندوستان او افغانستان تر منځ د دویم سوداګریز نندارتون د پرانیستې په هدف چې د دریو ورځو لپاره په ممبي ښار کې جوړ شوی، هغه هېواد ته سفر کړی دی.
د سې شنبې په ورځ د ننګرهار د مومندرې په ولسوالۍ کې پر یوه لاریون انتحاري حمله کې اویا کسان ووژل شول او ۱۶۵ نور ټپیان شول چې دې پېښې نړیوال تند غبرګونونه را پارول.
په دې اړه نور:
د ننګرهار چارواکي: د مومند درې د تېرې ورځې انتحاري حمله کې ۶۸ تنه وژل شويد ترورېستانو پر ملاتړو د بهرني فشار موضوع یوې خوا خو پر ملکي خلکو له مرګونو حملو وروسته افغان حکومت د وسله والو پر وړاندې د تهاجمي حملو د بیا پیل اعلان وکړ.
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل:
غفور احمد جاوید
"د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه خپلې تهاجمي حملې تېزوي او همدارنګه په عملیاتو کې ډېر والئ راځي او دا د دې لپاره ده چې د افغانانو لپاره امن چاپېریال رامنځته کړي."
دی وايي، دا وخت د افغانستان په نېږدې ۱۵ ولایتونو کې هوايي او ځمکني عملیات روان دي او په دې لړ کې د ځواکونو د تجهیز لپاره هم جدي کار کېږي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ