درانی: د کندهار په څلورو ولسوالیو کې ۷۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي

د کندهار امنیتي چارواکي د دغه ولایت په میوند، خاکرېز ، معروف او ارغستان ولسوالیو کې د ۷۷ وسله‌والو طالبانو او څلورو پولیسو د وژل کېدو او ۳۱ نور وسله‌والو او ۱۹ پولیسو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

د کندهار د امنيه قوماندانۍ ویاند ضیا دراني ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه وسله‌والو طالبانو په میوند ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو حملې وکړې.

د دراني په وینا د وسله‌والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړې د سهار تر څلورو بجو دوام کړی او د هوايي ځواک په حمله کې چې د ځايي پولیسو مرسته‌يې کړې شااوخوا ۵۷ وسله‌وال وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د دراني په وینا د وسله‌والو طالبانو په حمله کې څلور پولیس وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

ضیا درانی

نوموړي زیاته کړه:

"برايي د شپې پر لس بجې وسله‌والو طالبانو ترورېستي برید وکړ چې تر څلورو بجو يې دوام کړی او د پولیسو د غبرګون سره مخ شول، هم‌محاله هوايي ځواک سیمې ته رسېدلی او په هوايي بریدونو کې ۵۷ وسله‌وال وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي. د پېښې په لومړي غبرګون کې زموږ څلور سرتېري شهیدان شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي."

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا درانی دغه‌راز زیاتوي چې تېره شپه هم‌محاله وسله‌والو طالبانو په خاکرېز ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو حملې کړي.

د دراني په وینا دغه جګړې چې تر سهاره‌يې دوام کړی لس وسله‌وال طالبان وژل شوي ۸ پولیس او ۱۵ وسله‌وال طالبان ټپیان شوي دي.

درانی وايي، لس نور وسله‌وال د کندهار د معروف او ارغستان ولسوالۍ پر لویه لار د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي.

د دولت وسله‌والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

راپور: صادق رښتینی