غزني ښار ته په درې کېلو مترۍ کې د «ده خدایداد» کلي اوسېدونکي وایي، پولیسو یې په بېلډوزرونو د کورونو او باغونو دېوالونه ورنړولي دي.
دغه خلک چې په یاده سیمه کې د مظاهرې په شکل سره راټول شوي وو، ازادي راډیو تهيې وویل، پولیس پرې تور لګوي چې د غزني په وروستۍ خونړۍ جګړه کې د دوی له کورونو او باغونو پر پولیسو بریدونه شوي دي.
د محمد صدیق په نامه یو قومي مشر وايي:
"پولیسو د شنو ونو او انګورو د تاکونو د ورخرابولو تر څنګ سلګونه متره دېوالونه ورنړولي، لوټې او چمونهیې د اوبو په لښتي کې وراچولي چې بېرته پاکولیې میاشتې میاشتې خواري غواړي."
دغه مظاهرهچیان ټینګار کوي چې د ښار له لوړو منزلونو او ځینو دولتي ځایونو پر قوماندانۍ او نورو دولتي دفترونو بریدونه شوي، که انصاف او قانون وي هغه دې هم ونړول شي.
قومي مشر حاجي محمد یاسین وویل:
"که یې تاوان ورنهکړل شي، نو لارو او سړکونو ته به راووځو او په مظاهرو په لاس پورې کړو."
په دې اړه نور: د غزني ځيني استازي: طالبان پر غزني د بیا ځلي حملې د فرصت په لټه کې ديد مصطفی په نوم یو بل تن بیا ټینګار کوي که یې غږ وانهورېدل شي، غچ به واخلي:
"موږ یو مدني حرکت وکړ، که مو غږ وانهورېدل شو، په مظاهرو به لاس پورې کړو، سړکونو ته به راووځو او لارې به بندې کړو."
که څه هم دغه خلکو د کورونو او باغونو نړېدلي دېوالونه رسنیو ته ورښکاره کړل، خو محلي چارواکي د کورونو د دېوالونو له نړولو انکار کوي.
د ولایت ویاند محمد عارف نوري ازادي راډیو ته وویل:
"یوازې د باغونو دېوالونهیې ورنړولي دي چې وسلهوال پهکې پټ شوي وو او په امنیتي سرتېرو یې له دغه ځایه بریدونه کول."
د دغه ولسي خلکو د کورونو او باغونو دېوالونه له هغه وروسته نړول شوي دي چې څه باندې یوه میاشت وړاندې وسلهوالو طالبانو پر غزني ښار سخته جګړه وکړه چې د دولتي او نظامي چارواکو په وینا هغوی د خلکو کورونه د سنګرونو په توګه کارولي وو.
راپور: حبیبالرحمن تأثیر