ټاکل شوې د سولې عالي شورا یو پلاوی پاکستان ته سفر وکړي

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د امریکا او نورو هېوادونو لخوا د سولې هڅې له دوی سره په همغږۍ پر مخ ځي او دوی دا تحولات په دقت څاري.

د سولې د عالي شورا مرستیال عطا الرحمن سلیم وايي، د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د پیل لپاره د دوی او امریکا هڅې په پوره همغږۍ ترسره کېږي.

ښاغلي سلیم ازادي راډیو ته وویل دوی دا هلې ځلې څاري او هیله مند دي چې پر پاکستان به د افغانستان د متحدانو په ځانګړي ډول د امریکا فشارونه مثبته پایله ولري.

نوموړي زیاته کړه:

د سولې د عالي شورا مرستیال عطا الرحمن سلیم

"زه فکر کوم چې د نړیوالو دوستانو لخوا چې زموږ له ګاوندي هېواد سره کومې خبرې شوي، هیله بخښونکي دي په دې شرط چې ګاوندی هېواد د پخوا په شان معامله ونه کړي او له افغان دولت او زموږ له نړیوالو متحدانو سره صادقانه ګامونه واخلي، هغه اغېز او امکاناتو ته په پام چې ګاونډی هېواد يې د افغان دولت پر مخالفینو لري، هیله مند یم چې د بین الافغاني خبرو بهیر به پیل شي."

د سولې د عالي شورا مرستیال وویل ټاکل شوې ده چې د دوی یو پلاوی پاکستان ته سفر وکړي او د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په اړوند له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.

خو د عطا الرحمن سلیم په خبره تر اوسه د دې غونډې نېټه نه ده ټاکل شوې او دسولې شورا د پاکستان ځواب ته منتظر ده.

د سولې د عالي شورا مرستیال وویل د دولت د وسله والو مخالفینو له ځینو کړیو سره هم تماسونه لري خو نوموړي د دې تماسونو د څرنګوالي په اړه جزئیات ورنه کړل.

دا په داسې حال کې ده چې متحده ایالاتو له خپل لوري د افغانستان د سولې لپاره اقدامات او ډیپلوماتیک تماسونه زیات کړي دي.

په دې لړ کې د امریکا دفاع وزیر جیمز مټېس پرون په کابل کې له افغان ولسمشر او اجرائیه رئيس سره وکتل او د جمهوري ریاست په وینا د دې خبرو تمرکز د سولې پر پروسه و.

په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت د افغانستان د سولې لپاره خپلې هڅې پراخې کړي دي

د امریکا دفاع وزیر جمیز مټېس ویلي دي چې په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت د افغانستان د سولې لپاره خپلې هڅې پراخې کړي دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د پنجشنبې په ورځ پاکستان ته پر لاره د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي سلاکار په توګه د زلمی خلیلزاد ټاکل کېدو ته په اشاره وویل چې خلیلزاد به د افغانستان د سولې په مسله کې د واشنګټن په استازیتوب مخکښ رول ولوبوي.