په کابل کې د میوند په پهلوانۍ کلب انتحاري حملې د ورزشي ادارو او لوبغاړو تُند انتقادونه او اندېښنې راپارولې دي.
د افغانستان د المپیک ملي کمېټه وايي، د تېرې ورځې په حمله کې داسې کسان هدف ګرځول شوي چې په هېڅ ډلې پورې یې تړاو نهدرلود او یوې سالمې سیالۍ ته راغونډ شوي وو.
د دغې کمېټې مرستیال باور هوتک د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۱۵» ازادي راډيو ته وویل، دوی په ورزشي مرکزونو حملو او پهدې تړاو د امنیتي ادارو نهپاملرنې سخت اندېښمن کړي دي.
دی وايي:
"له بدهمرغه دا لومړنۍ حمله نهده، پهدې مواردو کې امنیتي بنسټونه ډېر کمزوري دي او هېڅ ځانګړي تدابیر نهلري، هره ورځ یو نه یو ځای لوبې ترسره کېږي، خو موږ وینو چې هلته امنیتي ادارې هېڅ تدابیر نهلري او دغi کار لوبغاړي ډېر ناهیلي کړي دي."
دی وايي، د هرې سیالۍ نه مخکې اړونده حوزې په جریان کې اچول کېږي، خو لیدل کېږي چې امنیتي حوزې لازم اقدام نهدي ترسره کړي.
خو د افغانستان د کورنیو وزارت سره له دې چې د خلکو د امنیت خوندیتوب خپل مسؤلیت ګڼي وايي چې د دا شان پېښو مخنیوی ستونزمن کار دی او دوی پهدې برخه کې خپلې هېڅ ډول هڅې نهدي سپمولي.
د کابل د شپږمې امنیتي حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې د میوند د پهلوانۍ په کلب کې د چهارشنبې د ورځې په غبرګون انتحاري حملو کې ۲۵ ملکیان چې ورزشکاران، نندارچیان او دوه خبریالان پهکې شامل دي وژل شوي.
په دې اړه نور: کورنیو چارو وزارت: دشت برچي کې انتحاري حملو ۲۶ تنه وژلي او ۹۱ نور ټپيان دي
د راپورونو له مخې پهدغه حمله کې نږدې ۱۰۰ کسان ټپیان شوي دي.
دا په افغانستان کې پر یو ورزشي لوبغالي او ورزشکارانو لومړنۍ حمله نهده، بلکې له دې وړاندې هم په کابل او ننګرهار کې د کرکټ لوبغالي او په پکتیکا کې د والیبال په میدان کې خونړۍ حملې شوې دي.
د تېرې روژې په میاشت کې د ننګرهار په یوه کرکټ لوبغالي کې درېیو پرلهپسې حملو اته کسان ووژل او نږدې ۳۰ نور یې ټپیان کړي وو.
له هغې مخکې تېر کال چې په کابل کې د شپږیزو سیالۍ ترسره کېدې پلي حمله کوونکي د کرکټ نړیوال لوبغالي ته له رسېدو مخکې ځان ته چاودنه ورکړه.
دغې حملې درې کسان ووژل او پنځه نور یې ټپیان کړي وو.
په ۱۳۹۳ او ۱۳۹۴ کلونو کې بیا په پکتیکا کې د والیبال لوبغالي د خونړیو حملو شاهد وو.
د خیرکوټ په ولسوالۍ کې د والیبال په لوبه کې چې د سلګونه مینهوالو لهخوا بدرګه کېده، د چاودېدونکو موادو ډک موټرسایکل ته انفجار ورکړل شو.
دغې حملې ۱۷ کسان ووژل او ۳۰ نور یې ټپیان کړي وو.
له دې یو کال وړاندې بیا په همدې ولایت کې د والیبال په یوه ټورنمنټ کې انتحاري حملې ۵۷ کسان وژلي وو.
دغو حملو یو شمېر افغان لوبغاړي هم اندېښمن کړي دي.
له دې ډلې محبالله عمرخېل او محمد حسن ازادي راډيو ته وویل، د لوبغالو او لوبغاړو هدف ګرځول د دوی په روح او روان بد اغېز کړی دی او د دوی فعالیتونه له خنډ سره مخ کوي.
دوی زیاتوي:
"موږ کله کولای شو چې د ناامنۍ په صورت کې ښې لوبې وکړو، لاسته راوړنې تر لاسه کړو او یا خپلو تمریناتو ته ولاړ شو."
"په هر ځای کې د ناامنۍ ډار دی د حکومت نه زموږ هیله دا ده چې د لوبغالو امنیت ونیسي او د ورزش په هره برخه کې زموږ سره همکاري وکړي."
ښاغلی عمرخېل وايي، په جنګ کې ښکېلو خواوو ته ښايي چې د ملکي وګړو په تېره بیا د ورزشکارانو د ژوند خوندیتوب ته چې ډېر ځله په خپلو بریاوو سره د افغانانو د خوشحالۍ لامل ګرځېدلي او د هېواد نومیې روښانه کړی پاملرنه وکړي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ