بهرني سیاسي کارپوهان د خلیل‌زاد د ټاکنې په اړه څه نظر لري؟

د چارو کارپوهان د امریکا له‌خوا د افغانستان د سولې او پخلاینې پر پروسې د څارنې لپاره د زلمي خلیل‌زاد ټاکنې ته په تېره بیا د اسلام‌اباد او واشنګټن ترمنځ د ترینګلو اړیکو په رڼا کې په کوم نظر ګوري؟

د امریکا د وېلسن په څېړنیز مرکز کې د جنوبي اسیا د چارو څېړونکی مایکل کوګلمن وایي، د خلیل‌زاد ټاکنه دا معنی لري چې د ټرمپ اداره غواړي یو لوړپوړی چارواکی یې پر یوې ځانګړې، د روغې جوړې پر پروسې تمرکز وکړي، خو د هغه په وینا پر پاکستان د خلیل‌زاد انتقادي چلند ته په پام سره هغه دا پیغام هم ورکوي چې کله د سولې خبرې اترې او د روغې جوړې پروسه پیلېږي، ښایي اسلام‌اباد ترې څنګ ته شي او دغه پروسه به له لیرې څاري.

د پاکستان د امنیتي او دفاعي چارو کارپوه زاهد حسین هم د پاکستان په وړاندې د ښاغلي خلیل‌زاد د دریځ په اړه د کوګلمن له نظر سره موافق دی او وایي، په تېرو وختونو کې هغه پر پاکستان سخت انتقادونه کړي او ټاکنه به‌یې د وضعیت له ښه کېدو سره مرسته ونه‌کړي.

د هغه په وینا د پاکستان او امریکا په اړیکو کې ترینګلتیا ته په پام سره یو لوری هم نه‌غواړي چې په بشپړ ډول اړیکې وشلوي، خو اسلام‌اباد ځان ډېر تر فشار لاندې احساسوي چې دغه اړیکې یوازې د افغانستان پر مسئلې پورې محدودې شوي.

د پاکستان د چارو دغه کارپوه وایي، اساسي مسئله دا ده چې موږ غواړو د امریکا متحد واوسو، خو له یوه عزت او وقار سره.

ښاغلي خلیل‌زاد د افغانستان لپاره د پخواني ولسمشر جورج بوش د ځانګړي استازي او په دې هېواد کې د امریکا د سفیر په توګه د دندې پر مهال او له هغې را وروسته د چارو د یوه کارپوه په توګه په مرکو کې پر پاکستان انتقادونه کړي دي.

نوموړي له ازادي راډیو سره په مرکو کې ډېر ځلې اسلام‌اباد تورن کړی چې د افغانستان په وړاندې یې تل دوه مخی سیاست مخ ته وړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو اسلام‌اباد ته په لاره هغو خبریالانو ته چې له ده سره په الوتکه کې سپاره و، ویلي چې له پاکستان سره غواړي کړکېچنې اړیکې بېرته عادي کړي.

په دې اړه نور: پامپیو: هیله ده چې پاکستان سره د امریکا سړې اړیکې بېرته جوړې شي

او دا د دې هېواد نوي حکومت ته یو فرصت دی چې دریځ بدل کړي.

پامپیو زیاته کړه موږ پاکستان ته اړتیا لرو چې د روغې جوړې په هغه پروسه کې جدي ښکېل او له موږ سره مرسته وکړي چې په افغانستان کې یې مخ ته وړو.

پامپیو د خلیل‌زاد د ټاکنې په اړه وویل چې د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا به نوموړی د سولې د خبرو مشري او هم په دې برخه کې په کابل کې د امریکا له سفیر جان بس او د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې الېس ولز سره چې ویل کېږي، په دې وروستیو کې د طالبانو له استازو سره‌یې کتلي، په ګډه کار کوي.

په راند کارپورېشن تحقیقاتي مرکز کې د بهرنۍ پالېسۍ څېړونکې لوریل مېلر چې تر ۲۰۱۷ کال پورې یې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د لوړپوړي استازې په توګه دنده ترسره کړې وویل، د خلیل‌زاد ټاکنه به د امریکا له‌خوا د سولې یوه جوړجاړي ته د رسېدو په برخه کې یو قوي پیغام ورکړي.

دا وایي، د سولې د ستونزمنو خبرو مخ ته وړل یوه استازي نه، بلکې یوه قوي چارواکي ته اړتیا لري چې په دې سطحه د امریکا د حکومت له ملاتړه برخه‌من وي او هم ښه ډیپلوماتیکه تجربه ولري.