د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، هره هڅه چې د سولې په خاطر له وسلهوالو مخالفینو سره د خبرو لپاره کېږي، باید له حکومت او د سولې له عالي شورا سره په همغږۍ ترسره شي.
اجرائیه ریاست وايي، هره ډله چې د خبرو مېز ته د وسلهوالو مخالفینو د هڅولو توان ولري او پهدې لاره کې رښتیني ګامونه پورته کړي، حکومت ورسره نهیوازې دا چې ستونزه نهلري، بلکې هرکلی يې کوي.
د دغه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۱۲» له وسلهوالو طالبانو سره د سیاسي جریانونو د خبرو په اړه ازادي رادیو ته وویل:
"د سولې د خبرو او مذاکراتو لارښوونه د سولې په عالي شورا پورې اړه لري، خو ملي، سیاسي شخصیتونه او جریانونه چې د سولې او ثبات د راوستلو وړتیا ولري کولای شي چې مخالفین د سولې د خبرو میز ته کښینوي. پهدې برخه کې د دولت لهخوا کومه ستونزه نهشته، خو اړتیا ده چې دا هڅې د حکومت او د سولې له عالي شورا سره په همغږۍ ترسره شي."
د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم
دا خبرې پهداسې حال کې کېږي چې پهدې وروستیو کې د افغانستان د لوی ملي ائتلاف ځینو غړو او یو شمېر سیاسي ګوندونو، د مسکو د ناستې په شمول له وسلهوالو طالبانو سره په خبرو کې د ګډون لپاره تیاری ښودلی دی.
راپورونه وايي، په پام کې ده چې د افغانستان لوی ملي ائتلاف او یو شمېر سیاسي ګوندونه، په راتلونکي کې له وسلهوالو طالبانو سره د خبرو لپاره خپل پلاوی وټاکي.
ټاکل شوې وه چې د سېپټمبر د میاشتې په لومړیو کې په مسکو کې د افغانستان د سولې په تړاو یوه ناسته جوړه شي چې طالبانو هم وربلل شوي وو، خو افغان حکومت پهدغه ناسته کې له ګډونه ډډه وکړه او ټینګار یې وکړ هره ناسته چې د افغانستان د سولې په تړاو جوړېږي باید د افغانستان په مالکیت ترسره شي.
په دې اړه نور:
عبدالله: د سولې لپاره له ټولو هڅو هرکلی کوو، خو مالکیت یې باید افغانستان وکړيخو دغه ناسته د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني او د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف ترمنځ د ټیلیفوني خبرو په نتیجه کې وځنډول شوه او تصمیم ونیول شو چې دغه ناسته دې د افغانستان او روسیې به کوربهتوب جوړه شي.
بلخوا د ولسي جرګې ځیني غړي باورونه لري چې طالبان دې له داسې ائتلافونو سره چې د حکومت غړي پهکې شامل وي، خبرو ته لېواله شي.
په دې اړه نور:
د افغانستان په اړه د مسکو غونډه ځنډېدلېد ولسي جرګې غړي خالد پشتون ازادي راډیو ته وویل، دغه ائتلافونه تر اوسه ځانګړي تعریفونه نهلري.
خالد پشتون
دی وايي:
"کله چې هغوی د افغانستان حکومت او د سولې عالي شورا نهمني، نو ائتلاف د حکومت جز دی پهدې معنی چې یا وکیلان یا مرستیالان یا د حکومت مهم کسان دي. زه وایم ائتلاف باید ځان ته یو سم تعریف ولري، کله چې دوی له دولته جلا شول، بیا نو کولای شي له طالبانو سره اړیکې ونیسي، خو له موجوده تعریف سره زه فکر نهکوم چې طالبان دې، د دوی خبرو ته حاضر شي."
وسلهوالو طالبانو تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.
بلخوا د سیاسي چارو ځیني پوهان هم پهدې باور دي چې طالبان به له دغو ائتلافونو او سیاسي ګوندونو سره خبرو ته حاضر نهشي.
له دې ډلې جاوید کوهستانی وايي، ستونزمنه بهوي چې د افغان حکومت اپوزیسیون کوم چې د حکومت په جوړښت کې هم زیاته ونډه نهلري او پخوا تر دې له طالبانو سره په جګړو کې هم ښکېل وو، وتوانېږي چې له دغې ډلې سره خبرې وکړي.
راپور: خان محمد سیند