د افغاني كلتور د ډېرې نورو ښکلو دودونو ترڅنګ يو دود «بانډار» هم دى چې د كليوالو سيمو ترڅنګ په نيمه ښاري سيمو كې هم رواج لري.
دغه دود تر عام ولس په طالبانو كې زيات رواج دى چې هغه يې په ديني مدرسو او د جوماتونو په حجرو كې پالي، خو د دغه ځايونو ترڅنګ د ملكانو او خانانو په مېلمستونونو كې هم بانډارونه كېږي.
پهدغه بانډارونو كې د صوفيانه او عارفانه كلام ترڅنګ ملي، حماسي او بانډاري سندرې بلل كېږي، له نړ، چيغكې، شړنګوونو دريا او تال سره پخواني نكلونه اچول كېږي.
كه څه هم دا د يوې وروسته پاتې ټولنې دود دى خو شاعر، ليكوال او ژورنالېست باركوال مياخېل بنډار د پرمختللې نړۍ له جديدو كنسرټونو سره پرتله کوي.
كه باركوال مياخېل په دغه بانډارونو كې يوازې سندرې او شعرونه ويل دود بولي، خو كبير شاكر بيا د ډېرى نورو شيانو يادونه كوي.
باركوال مياخېل
دا چې غزني د هېواد له جګړهځپلو ولایتونو څخه یو دی او په اوسني وخت کې خلکو د ځینو مشکلاتو له امله ډېری کلتوري دودونو ته شااړولې ده، نو لیکوال، شاعر او ژورنالېست اسدالله بلهار جلالزی دغه ځای یو وخت د بانډارونو پلازمېنه بولي، خو وايي اوس پهکې بېخي کم رنګه شوي دي.
که د غزني ترڅنګ د هېواد په ډېری سیمو کې دغه دود د ختمېدو په حال کې دی، خو پکتیکا ولایت ته څېرمه د قمردین کارېز سیمې شاعر او ليكوال بازخان الميار بيا د كليوالي سيمې په بانډار كې د ټپو، غاړو او نكلونو ترڅنګ د نړ او چيغكې د دود خبره كوي او وايي، اوس هم دغه دود دوام لري.
د شال اكا په نوم يو سپينږيرى بيا په بانډارونو كې د نكلونو، شعرونو، غاړو او نورو شيانو ترڅنګ د دې خبرې يادونه كوي چې په بانډارونو كې د وياړونو او قومي اتلانو سندرې هم ويل کېدې.
که شال اکا پهدغه بنډارونو پسې خپه دی، خو اسدالله بلهار د دوی د کم رنګه کېدو زیان د خلکو ترمنځ بېلوالی ګڼي او وايي، د نورو محفلونو ترڅنګ بانډار د خلکو ترمنځ د نېږدېوالي یوه ښه لاره وه، ډېری خلک به پهکې راټول وو.
شاعران او ليكوالان د پښتني كلتور د ډېرى نورو شيانو ترڅنګ د بانډارونو کمرنګي او نه جوړولو د دود خبره پهداسې حال كې كوي چې پوهان وايي، د كوم قوم چې ادب ورک شي، نو ژبه يې وركه شي چې ژبه وركه شي نو هغه قوم ورک شي.
دا راپور په غږیزه بڼه هم اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5
غږیز راپور