د نفوسو د احوال ثبتولو اداره: له جعله د مخنیوي په هدف د تذکرو کتابونه ډیجیټل شوي

د افغانستان د نفوسو د احوال ثبتولو مرکزي اداره وايي، له جعل نه د مخنیوي په هدف‌يې د ثبت شویو تذکرو کتابونه ډیجیټل کړي دي.

په‎داسې حال کې چې په پراخه کچه د جعلي تذکرو او انتخاباتي سټیکرونو په اړه انتقادونه موجود دي او ان د انتخاباتو د مخینوي لپاره هم ګواښونه مطرح کېږي، د افغانستان د نفوسو د احوال ثبتولو مرکزي اداره د درغلیو او جعل د مخینوي خبره کوي.

د افغانستان د نفوسو د احوال ثبتولو د ادارې رئیس همایون محتاط د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۰۸» په یوه ګډه خبري ناسته کې وویل چې دوی وېشل شوې تذکرې ډېټابېس ته داخل کړي او د درغلیو د مخینوي لپاره به‌یې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په واک کې ورکړي.

همایون محتاط

نوموړی وايي:

"د راتلونکې اوونۍ د چهارشنبې له ورځې وروسته به د ټولو کاغذي تذکرو ریکارډ ډېټابېس ته شاملېږي، د الکترونیک له لارې به تذکره د تأیید وړ ګرځي، په‎دې برخه کې زموږ تخنیکي ټیمونه د انتخاباتو کمېسیون له تخنیکي ټیمونو سره کار کوي چې څنګه وتوانېږو له فلتر شوي ډېټابېس نه د رأی په ورکړه کې استفاده وکړو."

د ښاغلي محتاط په خبره تر دې دمه ۲۵ زره کتابونه چې ۱۶،۸ میلیونه افغانان په‎کې ثبت وو، ډېټابېس ته داخل شوي دي.

۳۰ ولسوالیو کې د ناامنیو له امله د کاغذي تذکرو د وېش لړۍ نه‎ده پیل شوې.

ده همدا شان وویل چې د کاغذي تذکرو د وېش د ملي کمپاین په ترڅ کې چې د تېر کال د قوس په میاشت کې پیل شوی وو، د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې تر دې دمه ۵ میلیونه تذکرې وېشل شوي او ډېټابېس ته داخل شوې دي.

د ښاغلي محتاط په خبره د هېواد په بېلابېلو ۳۰ ولسوالیو کې د ناامنیو له امله د کاغذي تذکرو د وېش لړۍ نه‎ده پیل شوې.

نوموړی وايي، په‎دې پروسه کې سرغړونې او درغلۍ هم لیدل شوي چې په‎کې ښکېل کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت معین عبدالجبار پُردلي وايي، د تذکرو د جعل شپږ قضیې یې ثبت کړي چې په تړاو یې ۱۳ تورن د ۱۴۳۰ جعلي تذکرو سره نیول شوي دي.

د تذکرو د جعل د مخنیوي لپاره دغه اقدامات په‎داسې حال کې کېږي چې د هېواد یو شمېر مطرح سیاسي ګوندونه د تذکرو او سټیکرونو د وېش پر لړۍ جدي انتقادونه کوي.

په دې اړه نور:

د ټاکنو په اړه د ټولو غوښتنو پر منل کېدو د سیاسي ګوندونو ټینګار!

دوی په همدې دلیل په انتخاباتو کې د بایو مټریک ټکنالوژۍ پر کارونې ټینګار کوي او خبرداری ورکوي چې که غوښتنه‌یې ونه‌منل شي د انتخاباتو د ترسره کېدو مخه به ونیسي.

ګلاجان بدیع صیاد

په ورته وخت کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس ګلاجان بدیع صیاد یادې ګډې خبري غونډې ته وویل چې یو جعلي سټیکر هم نه‎دی وېشل شوی.

ښاغلي صیاد زیاته کړه:

"د انتخاباتو له کمېسیون سره چې کوم ډېټابېس شریک کېږي له دې څخه په استفادې د جعلي تذکرو مخینوی کېږي او ان‌شاءالله موږ خلکو ته ډاډ ورکوو چې کمېسیون د شفافیت لپاره شپه او ورځ کار کوي."

په همدې حال کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید له دغه اقدامه هرکلی کوي، خو وايي د وخت د کمښت له امله به د اصلي او جعلي تذکرو پېژندل او توپیر ستونزمن وي.

نوموړی دغه‌شان د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون څخه غواړي چې خپلې چارې چټکې کړي.

راپور: اکرام‌الله اکرام