د کابل امنیه قومانداني وايي، د هدفي وژنو د مخنیوي لپاره هڅې تېزې شوې دي.
په کابل کې د وروستیو هدفي وژنو له ډېرېدو وروسته امنیتي چارواکي وايي، د دغو وژنو د عاملینو د نیولو او د قانون منګولو تهیې د سپارلو لپاره هڅې تېزې شوې دي.
د کابل د پولیسو ویاند حشمت ستانکزي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۰۶» ازادي راډيو ته وویل، د کابل د ۱۰۱ اسمايي زون پولیس به د ښار د امنیت او د خلکو د ژوند د خوندیتوب لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.
ښاغلي ستانکزي د کابل ښار د وروستیو پېښو په تړاو وویل:
"په کابل ښار کې چې کومې پېښې په دې وروستیو کې شوې دي، زموږ هڅې روانې دي، څو د دې وژنو عاملین ونیول شي او هغه څه چې د پولیسو مسؤلیت دی، هغه به ترسره کړي، په دغو وژنو کې ځیني یې شخصي دښمنۍ دي او امکان لري چې ځيني بهیې ترورېستي پېښې هم وي، خو موږ خپلو ټولو امنیتي حوزو ته خبر ورکړی، څو په دې برخه کې جدي کار وکړي."
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د کابل ښار د خواجه بغرا په سیمه کې د دفاع وزارت د هوايي ځواکونو دوه تنه افسران د نامعلومو وسلهوالو په یوه حمله کې ووژل شول.
له دې څو ورځې مخکې بیا د پوځي چارو کارپوه او د کورنیو چارو وزارت پخوانی جنرال زلمی وردګ هم د نامعلومه کسانو لهخوا د کابل ښار په کارتې پروان سیمه کې په خپل کور کې وژل شوی و.
دغهشان په دې وروستیو کې د ولسي جرګې کاندید جلالالدین صالحي د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې ووژل شو.
د یادونې ده چې په یو شمېر نورو ولایتونو په ځانګړي ډول، ننګرهار او هرات کې هم هدفي او نا څرګندې وژنې زیاتې شوې دي.
د کابل امنیه قوماندانۍ مخکې تر دې د هدفي وژنو د مخنیوي لپاره د یو ځانګړي امنیتي پلان د جوړولو خبره کړې وه او ویلي یې وو چې د دغه پلان له مخې به، د هدفي وژنو د مخنیوي لپاره په یو شمېر حوزو کې د چټک غبرګون قطعې ځواکونه ځای پر ځای کوي.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزی وايي چې د دغه پلان د عملي کولو هڅې روانې دي او تر یو بریده عملي شوې هم دي.
په ورته وخت کې یو شمېر افغان پوځي کارپوهان وايي، تر دې وړاندې هم د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې دا شان پېښې رامنځته شوي، خو امنیتي چارواکي یې په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.
د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال مرزا محمد یارمند بیا وايي، د هدفي وژنو د مخنیوي لپاره د قضیو تعقیب ته اړتیا ده.
دی زیاتوي:
"مهمه مسئله دا ده چې قضیې باید تعقیب او د قضیو عاملین باید ونیول شي او مجازات شي، ترڅو د دا ډول ځنځیرهیې پېښو عوامل پیدا او د مخنیوي لارې چارې یې ولټول شي."
که څه هم افغان حکومت په ټینګار سره ویلي چې داسې پېښې په جدي توګه څېړي، ترڅو د هدفي وژنو او جنایي جرمونو مخنیوی وشي، خو تر دې وړاندې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم ویلي چې په هېواد کې د معافیت سیستم، په ادارو کې فساد، د ټوپکوالو شتون او د غیر مسؤله وسلهوالو ډلو خپل سري فعالیتونه د دې لامل شوي چې په هېواد کې دا ډول پېښې ډېرې او لازمه رسېدنه ورته ونهشي.
دوی وایي، که هر عامل د قانون له مخې مجازات شي او د هرې پېښې د څېړنې نتیجه بېرته له خلکو سره شریکه شي، ممکن د دا ډول پېښو کچه راټيټه شي.
راپور: ناجیه ساپۍ