افغان حکومت د یو شمېر افغاني رسنیو هغه راپورونه بېبنسټه وبلل چې ګوندې د امریکا او وسلهوالو طالبانو ترمنځ په خبرو کې په افغانستان کې د ائتلافي حکومت په رامنځته کېدو هوکړه شوې ده.
که څه هم د وسلهوالو طالبانو او امریکا ترمنځ د مستقیمو خبرو اترو د جریان د یو شمېر ګډونوالو په حواله راغلي چې که د سولې خبرې اترې نتیجه ورکړي، نو د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ به ګډ ائتلافي حکومت جوړ شي، خو افغان حکومت دغه څرګندونې بېبنسټه بولي.
د جمهوري ریاست مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۰۵» ازادي راډیو ته پهدې اړه یوازې همدومره وویل چې دغه راپورونه بېبنسټه دي.
خو د افغانستان د سولې عالي وايي، د سولې لپاره هر هغه هڅه یا بهیر چې د اوسني نظام لاسته راوړنې خوندي ساتي او ستونزې حلوي، دوی ترې هرکلی کوی.
حاجي عزیزالله دین محمد
د دغه شورا مرستیال حاجي عزیزالله دین محمد ازادي راډيو ته وویل:
"که د طالبانو او متحده ایالاتو په خبرو کې د افغانستان د مسئلې د حللپاره کومې لارې کتل کېږي او مسئله پرې حلېږي، نو د سولې شورا به پرې هېڅ اعتراض ونهلري، خو هغه خبرې چې هم نتیجه ولري او هم د افغانانو لپاره په ګټه وي."
د افغانستان د سولې عالي شورا چارواکو له دې وړاندې د امریکا او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته خوشبیني ښودلې وه او ویلي و چې د دغې لړۍ دوام به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ هم خبرو ته زمینه برابره کړي.
په دې اړه نور:
عبدالله: د سولې لپاره له ټولو هڅو هرکلی کوو، خو مالکیت یې باید افغانستان وکړيدا پهداسې حال کې ده چې تازه یو شمېر افغان رسنیو د پنټاګون د یوه پخواني چارواکي کرستوفو کلینډا په حواله چې د وسلهوالو طالبانو او امریکا ترمنځ د مخامخ خبرو ګډونوال دی، لیکلي چې له وسلهوالو طالبانو سره د متحده ایالاتو خبرې روانې دي او ښايي مثبتې پایلې ولري.
د ښاغلي کلینډا له قوله دا هم ویل شوي چې د امریکا او طالبانو مخامخ خبرې به د دې لامل شي چې دغه ډله له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني.
په دې اړه نور:
واشنګټن پوسټ: د ځمکې په کره کې د طالبانو ډېر ګرځول جوړجاړي ته ګټور نه دينوموړي ویلي چې د سولې ټولې خبرې اترې له افغان حکومت سره په پوره همغږۍ مخته ځي او د خبرو اصلي لوری به افغان حکومت وي.
د رسنیو په حواله کلینډا دا هم ویلي چې که د سولې دغو خبرو اترو مثبته نتیجه ورکړه، نو د طالبانو او اوسني حکومت ترمنځ به ګډ ائتلافي حکومت جوړېږي او همدا حکومت به په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پاتې کېدو په اړه پرېکړه هم کوي.
وسلهوالو طالبانو هم دا ډول راپورونه په کلکه رد کړي دي.
په ورته وخت کې د افغانستان د نوې ملي جبهې مشر انوارالحق احدي وايي، فکر کوي د حکومت او وسلهوالو طالبانو ترمنځ د ائتلافي حکومت رامنځته کېدل یوه طرحه واوسي.
د نوې ملي جبهې مشر انوار الحق احدي
ښاغلي احدي ازادي راډيو ته وویل:
"ماته خو خپله دا راپور داسې ښکاري چې ممکن دا تر دې دمه د پېشنهاد یو شکل ولري، نه دا چې موافقه پرې شوې وي، خو که پهدې موافقه هم شوې وي، نو پهدې حالت کې دا ډېر غټ پرمختګ دی، د سولې په لاره کې، که د سولې موافقه کېږي نو زه فکر کوم چې د مؤقت یا هم ائتلافي حکومت رامنځته کېدل یو اړین کار دی."
خو ښاغلی احدي وړاندیز کوي چې که د حکومت او وسلهوالو طالبانو ترمنځ د مؤقت ائتلافي حکومت دغه طرحه عملي بڼه غوره کوي هم، نو باید د حکومت تېرو لاسته راوړنو ته پوره پاملرنه وشي.
راپور: اکرامالله اکرام