د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۰۲

کلکاني: د مسکو ناسته به د افغان حکومت له استازو غیر کومه نتیجه ونه لري

د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون وايي چې د مسکو غونډه به د افغانستان د حکومت له استازي غیر هېڅ نتیجه ورنه کړي.

په داسې حال کې چې ټاکل شوې مسکو تر راتلونکو لسو ورځو پورې د طالبانو په استاریتوب د افغانستان د سولې په اړه د یوې غوڼدې کوربه وي، د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون وايي چې د افغان حکومت د استازو له ګډون پرته به دغه غونډه هېڅ درد هم دوا نه کړي.

د دغه کمېسیون مرستیال محمد داود کلکاني وايي چې داشان غونډې باید د افغانستان د حکومت په مالکیت او د امریکا له متحده ایالاتو سره په مشورې جوړې شي، له دې پرته په خبره یې چې کومه نتیجه به ورنه کړي.

ښاغلي کلکاني په دې اړه د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

"په کوم کنفرانس کې چې جوړېږي، که د افغانستان حکومت او امریکا چې په قضیه کې ښکېل دي، ګډون نه کوي نو زما په اند، یوه اړخیزه به وي او کومه مطلوبه نتیجه به ونه لري، باید داشان کنفرانسونه له ښکېلو خواوو سره په مشوره او د افغانستان د خلکو او حکومت په مشرۍ ترسره شي."

ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې په اړه د مسکو ناسته د راروانې میلادې میاشتې په څوارلسمه نېټه د روسیې په کوربه توب جوړه شي.

طالبانو هم منلی چې د دغې ډلې په استازیتوب به په قطر کې د دوی له سیاسي دفتره یو پلاوی په دغه غونډه کې ګډون وکړي.

خو افغان حکومت ویلي چې د مسکو په ناسته کې چې د افغان سولې په اړه جوړېږي او تمه ده چې د طالبانو استازي به هم پکې ګډون وکړي، برخه نه اخلي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمد که څه هم وايي چې دوی د سولې لپاره له هر حرکته هرکلي کوي، خو په خبره یې، د سولې پروسه باید د افغانانو په مشرۍ او مالکیت مخ ته ولاړه شي.

په ورته وخت کې د امریکا متحدو ایالتونو هم د مسکو په ناسته کې د روسیې بلنه نه ده منلې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان د سولې پروسه باید افغانان رهبري کړي او د مسکو ناسته چې روسیه یې مشري کوي، کومه نتیجه به ونه لري.

خو د نړیوالو چارو یو شمېر افغان کارپوهان بیا وايي چې د مسکو په ناسته کې د افغان حکومت د استازو ګډون، د نه ګډون پر ځای ګټور دی.

انتظار خادم
انتظار خادم

د نړیوالو چارو افغان کارپوه انتظار خادم وایي:

"د افغانستان حکومت د مسکو ناستې ته استازي نه لېږي، نو زه فکر نه کوم چې دغه ناسته دې د افغانستان په جنګ او سولې کوم مثبت اغېز ولري، دا مهمه وه چې افغان حکومت په دغه ناسته کې ګډون کړای وای، ځکه که هلته داسې پرېکړې کېږي چې هغه د افغانستان په ګټه نه وي، نو حکومت کولای شوای چې هغه رد کړي، زما په فکر ښه به وي چې حکومت له دغې موقع استفاده وکړي."

افغان حکومت تل په بین الاافغاني خبرو ټینګار کړی، خو طالبانو بیا ویلي چې نه غواړي چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي، بلکې د امریکا له متحدو ایالتونو سره یې په مخامخ خبرو ټینګار کړی دی.

بل خوا د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په کابل کې د روسیې له سفیر سره په کتنه کې له روسیې غوښتي چې پر طالبانو فشار راوړي چې دغه ډله له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG