افغان چارواکي وايي، ابو سعد ارهابي په افغانستان کې د داعش مشري په غاړه درلوده چې د اګسټ په ۲۵مه «د یکشنبې په شپه» د ننګرهار په خوګیاڼۍ ولسوالۍ کې ووژل شو.
د ننګرهار والي حیاتالله حیات پرون ازادي راډیو ته وویل، ارهابي د بهرنیو ځواکونو د هغه هوايي برید هدف ګرځېدلی چې د افغانستان د ملي امنیت په همغږۍ او همکارۍ ترسره شو.
ښاغلی حیات وایي، د ارهابي وژل کېدل د داعش ډلې فعالیتونه کمزوري کوي.
دی زیاتوي:
"سعد ارهابي په افغانستان کې د داعش څلورم مشر و چې پهدې عملیاتو کې دی لهمنځه لاړ. د ارهابي تر څنګ په تېرو دوو میاشتو کې د داعش څه باندې ۲۰۰ مسؤلین او جنګیالي په بېلابېلو سیمو په ځانګړې توګه هسکه مېنه، ګورګورې او سپینغره په لمنه کې لهمنځه تللي دي. زه ډاډه یم چې د دوی د مشرانو لهمنځه وړل به په افغانستان کې د داعش ډلې په فعالیتونو باندې ژور تأثیر ولري."
په دې اړه نور: ننګرهار چارواکي: افغانستان کې د داعش ډلې مشر سعد ارهابي وژل شویننګرهار په افغانستان کې د داعش له تر ټولو فعالو مرکزونو شمېرل کېږي چې د والي حیاتالله حیات په خبره افغان ځواکونه پهکې د داعش ډلې او نورو ټولو مخالفو وسلهوالو لهمنځه وړلو ته ژمن دي.
په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت ویاند ډګرمن مارټین اوډونیل هم ځینو رسنیو ته تأیید کړې چې د داعش-خراسان ډلې مشر سعد ارهابي د امریکا د پوځ په هوايي برید کې وژل شوی.
د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي پر ټویټر لیکلي چې د ارهابي وژنه له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د حکومت قاطعیت په ډاګه کوي.
هغه زیاته کړې چې داعش په افغانستان کې سخته ماته خوړلې ده.
څېړونکی او لیکوال حکمتالله اعظمي چې د داعش او نورو مخالفو ډلو په اړهیې مقالې لیکلي سعد ارهابي د داعش په رهبرۍ کې خورا مهم کس بولي.
دی وايي، که څه هم د داعش-خراسان د لومړني امیر حافظ سعید د خوريې «د خور زوی» ابو سعد ارهابي وژنه بېتأثیره نهده، خو داعش د تلفاتو په نسبت د استخدام پروسه ډېره چټکه مخته وړي.
اعظمي زیاتوي:
"د داعش تلفات ډېر زیات وو. یو وخت چې ما تحقیق کاوه په میاشت کې ۱۸۰ کسان د دوی وژل کېدل. د دوی جنګیالي، منځني سطحې قوماندانان او رهبران وژل کېدل. د بمونو د مور د بم په برید کې د دوی ګڼ رهبران ووژل شول، خو متأسفانه د دوی د تلفاتو په نسبت د دوی د استخدام پروسه ډېره چټکه او زیاته ده او همدا یې یوازنی علت دی چې داعش تر اوسه پورې هم لهمنځه نهدی تللی."
داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې په افغانستان کې د ابو سعد ارهابي د وژل کېدو په اړه څه غبرګون نهدی ښودلی.
افغان حکومت په وار وار ټینګار کړی چې د داعش د لهمنځه وړلو لپاره کلک هوډ لري او په خپله افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې دا ډله به ژر لهمنځه یوسي.
راپور: صفيالله ستانکزی