په ترکیه کې د اسعارو بازار د دوشنبې له ورځې راهیسې چې عرفه وه، تړلی دی.
خو د نړۍ د اسعارو په بازارونو کې د ترکۍ لیرې بیه نن، پنجشنبه د سنبلې لومړۍ نېټه، د ډالر په مقابل کې یو اعشاریه یو فیصد را ولوېده.
په دې ډول، لیدل کېږي چې د ترکۍ لیرې بیه د روان مېلادي کال له پیل راهیسې تقریباً ، ۳۸ فیصده ټيټه شوې ده.
دې مسئلې د ترکیې د ولسشمر، رجب طیب اردغان د مالي پالیسیو په اړه جدي پوښتنې پېدا کړي دي.
د ترکیې او امریکا ترمنځ د سیاسي کړکېچ له پراخیتا سره پر انقرې اقتصادي فشار د زیاتېدو په حال کې دی.
د واشنګټن او انقرې روابط په ترکیه کې د یوه امریکايي کشیش، اندرو برونسن تر نېول کېدو وروسته لا زیات خراب شول.
په دې اړه نور:
رجب طیب اردغان: د ترکیې پراقتصاد حمله شوې دهد ترکیې حکومت د اندروبرونسن چې په ۲۰۱۶ مېلادي کال کې نیول شوی و، سږکال محکمې ته راجع کړ.
پر برونسن تور لګېدلی چې په تروریستي فعالیتونو کې یې همکاري کړې ده.
که چېرې مجرم وپېژندل شي په ۳۵ کاله بند محکومېدلائ شي.
اندرو برونسن په ترکیه کې تقریباً دوې لسیزې ژوند کړی دی.
هغه ۲۱ میاشتې په توقیف کې ترې کړې او اوس په خپل کور کې نظر بند دی.
د امریکا حکومت مکرراً، له ترکیې د برونسن د خوشي کېدو غوښتنه کوي.
په دې اړه نور:
ټرمپ: که ترکیه امریکايي واعظ«برونسن» ازاد نه کړي بندیزونه به پرې ولګوود امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار ، جان بولټن پرون له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې ترکیې "لویه اشتباه" کړې چې کشیش برونسن یې نه دی خوشې کړی.
جان بولټن په ترکیه کې د قطر د ۱۵میلیارد ډالرو پانګونې په اړه وویل، فکر نه کوي چې دا اندازه به د ترکیې پر اقتصاد د مثبت اغېز لپاره په "هېڅ ډول کافي" وي.
د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار، جان بولټن همدا راز وویل چې که د ترکیې دولت امریکایي کشیش اندرو برونسن خوشي کړي، د واشنګټن او انقرې ترمنځ لانجه حتا پای ته رسېدلائ شي.
خو د ترکیې ولسمشر ویاند، ابراهیم کالین پرون د بولټن د خبرو په ځواب کې د رویټرز خبري اژانس ته وویل چې امریکا باید د ترکیې د قضائیه قوې خپلواکۍ ته درناوی وکړي.
کالین وویل، د بولټن له خبرو معلومېده چې امریکا د ترکیې پر اقتصاد ګذار کوي او د ناټو پر یوه غړي يې اقتصادي جنګ پېل کړی دی.