په کندوز کې د ۱۲۸ برمته شویو کسانو له ډلې ۹۲ تنه خوشې شول

Your browser doesn’t support HTML5

په کندوز کې نن سهار وسله والو طالبانو له دریو مسافر وړونکو موټرو نه لسګونه مسافر له ځان سره وړي و، چې یو شمېر یې د سیمې د قومي سپین ږیرو په مرسته خوشې شول. د کندوز او تخار د لویې لارې د امنیت په اړه پخوا تر دې هم د سیمې اوسېدونکو اندېښنه ښودلې وه. ویډیو: اجمل ارین اېډېټ: ابراهیم صافی