یوناما: غزني ته د بشري مرستو د رسېدو زمینه برابره شوې

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر وايي د غزني ښار مرکزي برخې اوس امن دي او دې ولایت ته د تازه دمه امنیتي ځواکونو په رسېدو د وسله‌والو پر ضد تصفیوي عملیات پراخ شوي دي.

یوناما پرون په یوه بیان کې وویل د غزني ښار په مرکز کې د وضعیت ښه کېدو دې ښار ته د بشري مرستو رسېدو ته زمینه برابره کړې ده.

خو ملګري ملتونه وايي د لارو بندښت او امنیتي ګواښونه بیا هم د بشري مرستو بهیر له خنډ سره مخ کولای شي.

ولسمشر محمد اشرف غني پرون په خپلو څرګندونو کې د غزني ښار څلور ورځنۍ جګړه یو ناورین وباله او ویې‌ویل چې غزني ته د بېړنیو مرستو د رسولو لپاره یو جامع پلان جوړ شوی چې په پوره همغږۍ به عملي شي.