متحده ایالاتو پر درېیو بهرنیو کمپنیو چې د امریکايي مقاماتو په خبره د شمالي کوریا له اټمي پروګرام سره مرسته کوي، بندیزونه ولګول.
د امریکا د خزانې وزارت پرون وویل د دغو درېیو بار وړونکو کمپنیو پر ضد چې په چین، سنګاپور او روسیه کې مېشت دي ګامونه اخلي.
د دې پرېکړې له مخې په متحده ایالاتو کې د دې کمپنیو پانګې بندېږي او امریکايي وګړي نهشي کولای له هغوی سره سوداګري وکړي.
که څه هم واشنګټن له پیونګ یانګ سره مستقیمې خبرې پیل کړي، خو بیا يې هم د موجودو نړیوالو بندیزونو د عملي کولو له لارې پر شمالي کوریا خپلو فشارونو ته دوام ورکړی دی.
متحده ایالات غواړي چې د دې بندیزونو په وسیله شمالي کوریا اړ باسي چې خپل اټمي او د لیرې واټن ویشتونکو میزایلو پروګرام ختم کړي.