جرمني او افریقايي هېواد نیجر اروپا ته د کډوالو د څپې په کنټرولولو موافقه کړې ده.
د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل پرون ناوخته برلین سره نږدې مسیبرګ ښار کې د نیجر له ولسمشر محمدو ایسوفو سره وکتل او د کډوالو د ستونزې په مخنیوي کې يې د دغه افریقايي هېواد هڅې وستایلې.
مېرمن مېرکل وویل د نیجر د دې هڅو په مقابل کې به جرمني له ترورېزم سره په مبارزه کې د نیجر ملاتړ او په اړینو سیمو کې بهيې پراختیايی کارونه وکړي.
نیجر چې له لیبیا او الجزایر سره پولې لري اروپا ته د افریقا له وچې د کډوالو او پناه غوښتونکو د تېرېدو اصلي لار ده.
اروپايي ټولنې له نیجر سره تر ۲۰۲۰ کاله پورې د یو میلیارد یورو مرستې ژمنه کړې ده.