فهیم: د خوراکي او انساني اړتیاوو د پوره کېدو لپاره ۲۰ ولایتونو ته مرستې رسېدلي

په داسې حال کې چې ملګرو ملتونو له ژمي مخکې له وچکالۍ نه زیانمنو خلکو ته د رسېدنې او مرستې په برخه کې د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې څخه د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده، پېښو ته د رسېدنې په برخه کې د دولت وزیر وايي، دوی له ممکنه ناوړه عواقبو نه د مخنیوي په هدف کوټلي ګامونه اخیستي دي.

نجیب اقا فهیم د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۲۲» له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، دوی د دغه هدف لپاره د بېلابېلو وزارتونو سره په همکارۍ یو بشپړ پلان تطبیق کړی چې هیله‎مند دی له وچکالۍ څخه اغېزمنتیا به راکمه کړي.

ښاغلي فهیم زیاته کړه:

"موږ په لومړي پړاو کې ۲۰ ولایتونو ته مرستې رسولې دي او وړاندوینه دا ده چې د وچکالۍ او اړمنتیا اغېز کمېږي، خو په اوږد مهال کې د مرستو په برخه کې هم موږ د سرچینو له کمښت سره مخ یو او هم نړیواله ټولنه ځيني مالي ستونزې لري."

دی وايي، د کال له پیل راهیسې يې دا پلان په څلورو پړاوونو کې بشپړ کړی.

په اکثرو ولایتونو کې د مرستو د وېش لړۍ پیل شوې او دا به دوام ولري.

ښاغلي فهیم په‎دې برخه کې مالونو ته د خوراک د لېږد، په ذخیرو کې د غنمو د ځای پر ځای کېدو، اړمنو سیمو ته د ټانکرونو له لارې د اوبو او روغتیايي خدماتو د رسولو خبره کوي.

خو دی وايي، د اټکلېدونکي لوږې د ختمولو لپاره لا جدي اقداماتو ته اړتیا ده چې په‎دې توګه د خلکو د بې‌ځایه کېدو او د نرخ له لوړېدو مخنیوی وشي.

دا په‎داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال توبي لانزر خبرداری ورکړی چې د وچکالۍ له امله د غنمو کم کښت به دوه میلیونه افغانان غذايي او انساني مرستو غوښتلو ته اړ کړي.

ده ویلي چې که افغان حکومت او نړیواله ټولنه سر له اوسه د دغې ستونزې د هواري لپاره لاس په کار نه‎شي ممکن په راروان ژمي کې افغانستان له ناورین سره مخ شي.

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت بیا سږ کال د یو میلیون مټریک ټنه غنمو کم کښت تأییدوي، خو وايي چې د اړتیا د پوره کېدو لپاره تدابیر هم لري.

اکبر رستمي

د یاد وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډيو ته وویل، دوی د اغېزمنو ولایتونو لپاره په ستراتېژیکو ذخیرو کې کافي غنم لري او په لا نورو لارو چارو هم کار کېږي.

رستمي زیاته کړه:

"په اکثرو ولایتونو کې د مرستو د وېش لړۍ پیل شوې او دا به دوام ولري، هغه اندازه غنم چې سږ کال کمېږي موږ به‌يې را وارد کړو چې له اقتصادي اړخه هم ګټور وي، په‎دې برخه کې له قزاقستان سره لومړنۍ خبرې شوې دي."

په افغانستان کې د څو کلونو راهیسي د غنمو حاصلات تر څلورنیم مټرېک ټنه رسېدلي وو، خو سږ کال د وچکالیو له امله دا اندازه درې نیم میلیون مټریک ټنو ته راښکته شوې ده.

دا په‎داسې حال کې ده چې د افغانستان اقتصاد پر کرنې او مالدارۍ ولاړ دی، خو دا وخت د افغانستان ۲۲ ولایتونه له سختو وچکالیو سره مخ دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ