پوتین پر مسکو د امریکا له لوري ممکنه بندیزونه غیرقانوني بللي

د روسیې ولسمشر او د روسیې د امنیت شورا پر مسکو د امریکا له لوري ممکن بندیزونه "په بشپړډول غیرقانوني" بللي دي.

د روسیې خبري اژانسونو د کرېملېن د ویاند، دېمېتري پېسکوف په حواله دا وینا خپره کړې ده.

پېسکوف پرون جمعه ویلي چې پوتین د روسیې د امنیت شورا له غړو سره غونډه کړې او د "واشنګټن له لوري د نورو ممکنو غیردوستانه " اقداماتو پر څرنګوالي یې خبرې کړې دي.

پېسکوف رسنیوته ویلي چې په دې غونډه کې ټینګار شوی چې "داسې اقدامات د نړیوالو قوانینو پر اساس، په یومخیز ډول غیر مشروع" دي.

د روسیې دبهرنیوچارو وزیر، سرګې لاوروف هم پرون د امریکا دبهرنیو چارو له وزیر، مایک پومپئو سره په ټلیفون ږغېدلی او ورته ویلي یې دي چې مسکو د امریکا د بندیزونو وروستی پلان رد کړی دی.

تردې وړاندې، د روسیې صدراعظم دېمېتري میدویدف وویل چې که واشنګټن د روسیې پر بانکونکو ولګوي مسکو به يې "د اقتصادي جنګ" اعلان وګڼي او په مقابل کې به یې له "اقتصادي، سیاسي او نورو" لارو وروته اقدام وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره اونۍ وویل چې په بریتانیې کې د پخواني روسي جاسوس، سرګې سکرېپال د مسمولو په پېښه کې د روسې د لاس درلودلو له امله به پر مسکو بندیزونه ولګوي.

سپینې ماڼۍ پرون یو وار بیا پر سرګې سکرېپال د کیمیاوي موادو حمله وغندله.