د سولې ولسي حرکت غړي نن  له کابله مزار شریف ته روانیږي

د سولې ولسي حرکت لسګونه غړي نن جمعه له کابله مزار شریف ته د سولې له پیغام سره پلي روانیږي.

د سولې ولسي حرکت پرون په کابل خپله وروستۍ غونډه وکړه. ددې حرکت مشر اقبال خیبر ازادي راډیو ته وویل چې نن به دوی له کابله مزار شریف ته پلي روانیږي او له ځان سره د سولې او یووالي پیغام لیږدوي.

د سولې د ولسي حرکت د فرهنګي چارو مسوول عبدالمالک همدرد پرون په کابل د وروستۍ غونډې وروسته ازادي راډیو ته وویل:

” له کابل د مزارشریف په لور ځو. له لسو څخه تر څلوېښتو پورې کسان غواړي چې د اعتراض په توګه پلي او لوڅې پښې له کابله تر مزار شریف پورې ولاړ شي. او نور ځوانان، مشران به راسره یا په بایسکلونو، موټرسایکلونو او یا هم پلي ملتیا کوي. “

د سولې دا کاروان چې له هلمنده راپیل شوی او تر کابل یې پلي لاره وهلې وه، په تیره یوه نیم میاشت کې په کابل کې د سولې په پار غونډې او اعتراضي ناستې وکړې. دوی په کابل د افغانستان په جګړه کې د ښکیلو هیوادونو د سفارتونو مخې ته پرلتونه ووهل او له ټولو لورو یې د سولې غوښتنه وکړه.