هغه کېمياوي مواد چې د نشه يي موادو په جوړېدو کې کارول کېږي په پرله پسې ډول له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته رالېږل کېږي.
د هرات ولایت پولیسو د سې شنبې په ورځ د اسلام کلا په ګمرک کې په لویه اندازه کېمیاوي مواد نیولي دي چې له چین څخه ایران او بیا له هغه ځایه افغانستان ته قاچاق کېدل.
د هرات ولایت له نشهیې موادو سره د مبارزې مدیر حمیدالله نصرتزاده ازادي راډیو ته وویل چې دا د اسیډ اندراید «Acid Android» په نوم تېزاب وو چې د نشهيي موادو په پروسس او جوړېدو کې کارېدل او ارزښت یې څو میلیونو ډالرو ته رسېږي.
ښاغلی نصرت زاده وايي، په پام کې وه چې دا تېزاب د هیروئينو او کرسټالو د تولید لپاره د فراه ولایت بالا بلوک ولسوالۍ ته انتقال شي.
نوموړی وايي:
"دا په لویه اندازه کېمیاوي مواد دي چې زموږ تر څارنې لاندې او د اسلام کلا په ګمرک کې ونيول شول. تر څارنې لاندې موټر چې څلوېښت فوټه لوړ کاټینر پهکې بار او غوښتل يې چې د پاکوونکو مایع موادو په نوم افغانستان ته قاچاق کړي، د تلاشۍ پرمهال ونيول شو او له دې کانټينر څخه د اسید اندراید «Acid Android» په نوم ۳۵۰ ډبې تېزاب ترلاسه شول."
د ملګرو ملتونو ادارې د وروستۍ سروې پر اساس ډېره برخه کوکنار په افغانستان کې کرل کېږي، خو د افغانستان دولت وايي چې د نشهيي موادو د پروسس او تولید لپاره ټول کېمیاوي مواد له ګاونډیو هېوادونو، په تېره بيا د ایران او پاکستان له لارې افغانستان ته قاچاق کېږي.
په تېرو درېیو میاشتو کې افغان ځواکونو وکولای شول چې ۴۰ ټنه هغه کېمیاوي مواد ونيسي چې له ایرانه افغانستان ته قاچاق کېدل.
د افغانستان له نشهيي موادو سره د مبارزې وزارت وايي چې په افغانستان کې کوکنار یوازې کرل کېږي، خو هغه کېمیاوي مواد چې د نشهيي موادو په جوړولو کې کارځینې اخېستل کېږي، له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته قاچاق کېږي.
له نشهيي موادو سره د مبارزې وزارت ویاند حنیف دانشیار زیاتوي چې ګاونډي هېوادونه د کېمیاوي موادو د ټرانزیټ او قاچاقو اصلي لاره ده.
دی وايي:
"افغانستان د خامو نشهيي موادو یا تریاکو تولیدوونکی هېواد دی، خو کله چې له تریاکو څخه نور نشهيي مواد جوړېږي، د دې نشهيي موادو د جوړېدو لپاره یو ډول کېمیاوي موادو ته اړتیا ده چې دا مواد په افغانستان کې نشته. د افغانستان نشهيي مواد یوه نړیواله غوښتنه ده چې پدې برخه کې ګاونډي هېوادونه مهم رول لري او دا مواد له افغانستانه د سيمې هېوادونو ته د ګاونډيو هېوادونو په مرسته قاچاق کېږي. دغه ډول کېمیاوي مواد هم د سیمې هېوادونو له لارې افغانستان راوړل کېږي."
له نشهيي موادو سره د مبارزې وزارت وايي، ګاونډي هېوادونه د کېمیاوي موادو په قاچاقو کې د لاس لرلو ترڅنګ د نشهيي موادو د تولید د ډېروالي سبب هم ګرځېدلي چې د سیمهییزې ستراتېژۍ په نوې طرحه کې دې موضوع ته جدي پاملرنه شوې ده.
د دې طرحې پر اساس به ګاونډي هېوادونه مکلف وي چې افغانستان ته د کېمیاوي موادو د قاچاقو مخه ونيسي.
راپور: مرسلین ارسلا
دا راپور په غږیزه بڼه هم اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5