د افغانستان د سولې ولسي حرکت نن پنجشنبه د کابل ښار په غازي ستډیوم کې لویه غونډه کوي.
د دې حرکت ویاند بسمالله وطندوست پرون ازادي راډیو ته وویل چې د غونډې یو هدف دا دی چې د ولسونو ترمنځ د سولې په اړه د مخامخ خبرو زمینه برابره کړي.
ښاغلي وطندوست زیاته کړه:
"غونډه به تر ډېره حده پر دې وي چې څرنګه د حکومت او طالبانو ترمنځ منځګړیتوب کولای شو، څرنګه کولای شو چې نور سولې ته ورسېږو او څرنګه د یو شمېر استخباراتي کړیو لاسونه له خپل هېواده لنډ کړو."
بسمالله وطندوست ونهویل چې وسلهوال طالبانیې وربللي، خو ویېویل چې په غازي سټډیوم کې غونډې ته د هغو سیمو خلک هم ورځي چې د وسلهوالو طالبانو تر واک لاندې دي.
د سولې ولسي حرکت به د جمعې په ورځ د افغانستان شمالي ولایتونو ته پياده سفر پیل کړي.