د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار وايي، واشنګټن د بېلابیلو هېوادونو سره په همکارۍ هڅه کوي چې له ایران څخه د تېلو صادرات صفر ته راکم کړي.
پر ایران د سې شنبې په ورځ د امریکا د متحده ایالاتو د بندیزونو لومړۍ برخه له سره پیل شوه.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم د سې شنبې په ورځ پر خپل ټویټر د نړۍ هېوادونو ته له ایران سره د سوداګرۍ په اړه خبرداری ورکړ.
ښاغلي ټرمپ په خپله ټویټرپاڼه ولیکل:
"پر ایران بندیزونه رسماً پیل شول، دا به تر ټولو سخت بندیزونه وي. هر څوک چې له ایران سره سوداګري کوي له امریکا سره بهیې ونهکړای شي."
د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار جان بولتون همدارنګه د فاکس نیوز ټلوېزیون ته ویلي، امریکا د نړیوالې ترهګرۍ له ملاتړ، په منځني ختیځ کې له شرارت او بالیستیک توغندیو له پرواګرام څخه د ایران د یو پراخ په شا تګ غوښتونکی دی.