د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت چارواکي وايي، د افغان ژورنالېستانو او د رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي دوسيې په دوو پړاونو کې تر څېړنو لاندې نیول شوې دي.
د دغه وزارت د جرایمو پر وړاندې د مبارزې عمومي رئیس فرید افضلي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۱۶» په کابل کې د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې د اجرااتو د نتایجو د بیانولو په هدف په یوې ناسته کې وویل، له ۱۳۸۱ لمریز کال نهیې ۱۳۹۴ کال پورې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۰۰۰ قضیې ارزولي او عدلي او قضايي ارګانونو تهیې لېږلې دي.
ښاغلي افضلي زیاته کړه:
"کابو ۱۰۷۵ قضیې وې چې د شکایتونو پر اساس له ډېرو کلونو راهیسې ثبت شوې وې. پر دغو قضیو مو ګډ کار وکړ. پهدې جمله کې مو ۷۰ قضیې ځانګړې کړي. له دې جملې مو ۳۳ قضیې بشپړې کړي. پهدې تړاو مو ۶۹ کسان ونیول او اړوند څارنوالیو ته مو وسپارل."
ښاغلي افضلي وویل، سربېره پر دغو قضیو له ۱۳۹۴ لمریز کال وروسته چې د حکومت او رسنیو ترمنځ د ژورنالېستانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو د ارزولو په هدف ګډه کمېټه جوړه شوه، ۶۳ قضیې لرو چې په تړاو یې څه باندې ۲۰ کسان نیول شوي دي.
دا پهداسې حال کې ده چې د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړه اداره وايي، ۱۳۹۶ لمریز کال د افغان ژورنالېستانو لپاره تر ټولو ناوړه کال و.
سربېره پر دې د ۱۳۹۷ لمریز کال په لومړیو کې په کابل کې په یوه ځان وژونکي برید کې د ازادي راډیو د ۳ خبریالانو په شمول ۱۱ تنه ووژل شول.
د افغانستان لویه څارنوالۍ چې د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې غړې ده، وايي چې دوی ته سپارل شوې دوسيې له قانون سره سمې څېړل شوې دي.
د لويې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وویل:
"دغو قضیو ته په جدیت او غوڅه توګه رسېدهګې شوې. محاکمو یې پر وړاندې حکم صادر کړی چې د خبریالانو پر وړاندې پهکې د تاوتریخوالي عاملینو ته اشد مجازات، تر ۱۶ او ۲۰ کلونو پورې بند او نغدي جریمې شاملې دي. موږ د دې شاهدان یو او دغه حکمونه پلي شوي هم دي."
له دې سره سره افغان خبريال مبین احمد مؤحد ازادي راډیو ته وویل، اوس هم د دوی پر وړاندې، د ځینو دولتي چارواکو، د دولت د وسلهوالو مخالفینو او زورواکو لهخوا تاوتریخوالی جاري دی.
د خبریالانو او د رسنیو د کار کوونکو د قضیو د څېړلو لپاره په ۱۳۹۴ لمریز کال کې د ولسمشر محمد اشرف غني په حکم د حکومت او خبریالانو ګډه کمېټه جوړه شوه.
پهدغه ګډه کمېټه کې د افغان خبریالانو استازی حجتالله مجددي وايي، د یادې کمېټې فعالیتونه د قناعت وړ دي.
راپور: خان محمد سیند