خبرونه
درې روسي ژورنالېستان په افریقا کې وژل شوي
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تأیید کړې چې درې روسي ژورنالېستان د مرکزي افریقا په جمهوریت کې د یو مستند فلم د جوړولو پر مهال وژل شوي.
ویل کېږي چې دې روسي ژورنالېستانو د روسیې د یو خصوصي پوځي قرادادي کمپنۍ په اړه مستند فلم جوړاوه.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د درې واړو ژورنالېستانو جسدونه د دوشنبې په ورځ موندل شوي دي.
د روسیې انټرفکس خبري اژانس وايي، کله چې دا خبریالان له پایتخت بانګوی ( Bangui) څخه بهر وتل، نو د تلاشۍ په یوه پوسته کې درول شوي وو.
دې اژانس زیاته کړې چې دا درې واړه روسي اتباع د نامعلومو وسلهوالو په ډزو وژل شوي دي.
د فرانسې خبري اژانس وايي، د دې وژل شویو خبریالانو مړي د سیبو په نوم یو ښار کې موندل شوي دي او د وژنې هدف غلا ښکاري.
د روېټرز خبري اژانس د سیبو د ښاروال له خولې ویلي چې برید وسلهوالو کسانو کړی او د موټر چلوونکی په دې برید کې ژوندی پاتې شوی دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
له دبۍ څخه کابل ته په سلګونو ټنه دارو درمل واستول شول
د روغتیا نړیوال سازمان نن کابل ته د اته اویا اعشاریه پنځه ټنه ژوند ژغورونکو طبي تجهیزاتو د رسیدو خبر ورکړ.
دغه سازمان په خبرپاڼه کې ویلي دي چې دا درمل د متحد عربي اماراتو له دوبۍ څخه کابل ته انتقال شول او په دې کې د درملو ترڅنګ په سخته خوارځواکۍ د اخته ماشومانو لپاره تغذیوي مواد او د جراحي وسایل هم شامل دي.
امریکایي پوځیان په ایران کې په خپل پيلوټ پسې ګرځي
امریکایي ځواکونه په ایران کې د خپلې الوتکې په دوهم پيلوټ پسې ګرځي.
د امریکا یوه ایف پنځلس الوتکه د جمعې په ورځ په ایران کې وویشتل شوه او سقوط یې وکړ.
نن سهار د ایران د بور احمد او کهګیلویه ولایت سیمه ییزو چارواکو د امریکایي ځواکونو د پلټنې د عملیاتو خبر ورکړ.
د جمعې د ورځې تر اخره هم د امریکایي ځواکونو پلټنو نتیجه ورنه کړه.
د غورځیدلې الوتکې لومړی پیلوټ د امریکایي ژغورونکو له لورې د درملنې لپاره روغتیایي مرکز ته لېږدیدلی دی.
ایران په ورته وخت کې د امریکا د یوې بلې ( اې- لس) الوتکې د ویشتلو خبر ورکوي چې د هرمز تنګي ته یې نژدې ویشتلې ده.
امریکا د خپلې یوې الوتکې د لویدو خبر تایید کړی، خو د دې الوتکې د لویدو د علت په اړه یې تراوسه څه نه دې ویلي.
په کابل کې زلزلې د یوې کورنۍ ټول غړي وژلي
په افغانستان کې د طالبانو چارواکي وایي، د جمعې په شپه په کابل کې د زلزلې له امله اته تنه وژل شوې دي.
د کابل د والي ویاند حافظ بشارت په یوه بیان کې وویل چې زلزلې د بګرامي ولسوالي په ګوسفند دره کې یو کور نړولی او د همدې کور ټول غړي پکې وژل شوې دي.
د بیان له مخې د دې کورنۍ پلار، مور، څلور لوڼه او دوه زامن یو ځای وژل شوې دي.
په بیان کې راغلي چې د دې زلزلې شدت پنځه اعشاریه اته درجې د ریښتر وې چې د افغانستان په یوشمیر نورو ولایتونو کې هم احساس شوې ده.
د ایټالیا صدراعظمه د دریو عربي هیوادو په سفر تللې
د ایټالیا صدراعظمه د جمعې په ورځ سعودي عربستان ته ولاړه.
ایټالیایي رسنیو خبر ورکړ چې د امنیتي دلایلو له امله د دې سفر اعلان وار له مخه نه و شوی.
جورجیا ملوني د لویدیځو هیوادونو لومړۍ مشره ده چې د فبروري له اته ویشتمه راوروسته پر ایران د اسراییل او امریکا له بریدونو وروسته خلیج هیوادونو ته ځي.
د ایټالیا صدراعظمه به متحده عربي امارات او قطر ته هم د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې ولاړه شي.
تمه ده چې د خبرو د اجنډا یوه مهمه موضوع به د ګازو او تیلو ترلاسه کول وي.
روسیه د اوکراین د یوه پټ برید د شنډیدو ادعا کوي
د روسیې د فدرالي امنیتي خدماتو اداره وايي چې دوی د اوکراین د امنیتي خدماتو لخوا د مسکو په یوه سوداګریز مرکز کې د یوه روسیي چارواکي په وړاندې پلان شوی برید شنډ کړی دی.
د روسیې د فدرالي امنیتي خدماتو ادارې د جمعې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې د اوکراین د امنیتي خدماتو ادارې پلان درلود چې د چاودیدونکو توکو یوه وسیله له لرې واټن څخه هغه مهال وچوي چې دا چارواکی له دې سوداګریز مرکز څخه لیدنه کوي.
روسیې د دې احتمالي برید او د دې چارواکي چې ممکن برید پرې شوی وای نور جزییات نه دې ورکړي.
زیلینسکي: روسیې د خپلو هوایي بریدونو تاکتیک بدل کړی
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وايي چې روسیه د اوکراین د هوايي دفاع د مخنیوي لپاره تاکتیکونه بدلوي، او روسي ځواکونو خپل بریدونه د عیسویانو د ایسټر اختر په ورځو کې زیات کړې دي.
د رویټرز په وینا، زیلنسکي دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې روسیي ځواکونو د جمعې په ورځ پر اوکراین بریدونه وکړل چې لږ تر لږ لس تنه پکې ووژل شول.
د اوکراین ولسمشر وړاندیز کړی و چې د ایسټر د رخصیتو په ترڅ کې روسیه له بریدونو لاسو واخلي.
روسیې د دوه زره دوه ویشتم کال د فبروري په څلرویشتمه پر اوکراین حمله وکړه چې دا جګړه لاهم روانه ده.
په افغانستان کې د سیلونو د قربانیانو شمیر تر پنځوسو واوښت
د تیرو څلرویشت ساعتونو په ترڅ کې په ننګرهار، کندهار، رزګان، هرات او هلمند کې د سیلونو له امله اووه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. له دې سره د تیرې یوې اونۍ په ترڅ کې په افغانستان کې د ورښتونو له کبله د تلفاتو شمیر تر پنځوسو واوښت.
د هرات چارواکو بیا د جمعې په ورځ د یوه سرویس د چپه کیدو خبر ورکړ چې له هراته د فراه او نیمروز په لور روان و . په دې بس کې اته پنځوس تنه سپاره وو، چې اووه ویشت یې ټپيان شوې دي. د راپور له مخې د لس تنو ټپيانو روغتیایي وضعیت نازک دی.
د هوا پيژندنې د ادارو د اټکل له مخې د شنبې په ورځ هم د افغانستان په ډیرو ولایتونو کې د ورښتونو وړاندوینه شوې ده.
د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري
د ناروې د کډوالو شورا د هغو افغانانو لپاره د بیړنیو مرستو غوښتنه کړې ده چې د ډیورنډ کرښې ته څیرمه یې د پاکستاني ځواکونو د بریدونو له امله خپل کورونه پرې ایښې دي.
د افغانستان لپاره د ناروې د کډوالو د شورا مشر جاکوپو کاریدي د جمعې په ورځ وویل چې د دې جګړې له کبله په زرګونو کورنۍ مجبوره شوې دي چې نورو سیمو ته کډه وکړي او دا کورنۍ په ډیر بد حال کې ژوند کوي چې د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو بې برخې شوې دي.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د پروسږکال اکتوبر میاشتې راهیسې اړیکي کړکیچن شوي او لارې بندې شوې دي، خو له څه باندې یوې میاشتې راهیسې دا جګړې سخته شوې دي او تر اوسه په سلګونو کسانو د دې جګړو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
له افغانستانه تر روسیې د یوه نوي تجارتي دهیلز د پرانیستو هڅې روانې دي
ټاکل شوې ده چې د روسیې، ترکمنستان او افغانستان تر منځ د یوه ترانسپورتي دهلیز د پرانیستو تړون لاسلیک شي.
روسي رسنیو خبر ورکړ چې د دغه مسیر طرحه په ایران کې د جګړو له امله د بدیلي لارې پر بنسټ وړاندې شوه او تایید شوه.
د روسیې د تجارتي مرکز رییس رستم حبیبولین د جمعې په ورځ وویل چې له دې لارې به د روسیې او افغانستان ترمنځ د مالونو لیږد رالیږد اسانه شي او اروپایي او اسیایي شرکتونه هم کولی شي چې له دې لارې استفاده وکړي.
د راپورونو له مخې د دې تجارتي دهلیز تړون به د « کازان فورم» د غونډې ترڅنګ لاسلیک شي.
ټاکل شوې ده چې د تاتارستان په پلازمینه کازان کې راتلونکې میاشت د سیمې پر اقتصادي-سیاسي-کلتوري موضوعاتو بحث وشي. په دوه زره پنځه ویشتم کال کې د « کازان فورم» په غونډه کې د شپږ نوي هیوادونو استازیو برخه اخیستې وه.
د چین په اورمچي کې د خبرو دوام، چین وایي افغانستان او پاکستان دې ستونزې ژر هوارې کړي
د راپورونو له مخې د چین په اورمچي کې نن هم د طالبانو د حکومت او پاکستاني استازو خبرې دوام لري.
دواړو خواوو که څه هم په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ نن ویلي، پاکستان او افغانستان باید خپلې ستونزې ژر تر ژره د خبرو له لارې حل کړي.
ځینو سرچینو ازادي راډیو ته ویلي چې چین له دواړو لورو د اوربند غوښتنه لري او ترې غواړي چې سوداګریزې لارې هم، چې له میاشتو راهیسې بندې دي، خلاصې کړي.
له دې خبرو سره همهاله د طالبانو حکومت ادعا کوي چې تېرو دوو ورځو کې د پاکستاني لوري په بریدونو کې ۲ ملکیان وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان شوي دي.
پاکستاني اړخ د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي او ازادي راډیو هم دغه ډول ادعاوې په خپلواک ډول نه شي تاییدولی.