متحدایالات: ایران په خلیج کې پوځي تمرینات پیل کړي

د امریکا متحدایالات وايي، باور لري چې ایران په خلیج کې پوځي تمرینات پیل کړي او د معلوماتو له مخې کلني پوځي تمرینات یې هم زیات کړي.

امریکايي چارواکو په دې اړه معلومات پرون رویټرز خبري آژانس ته ورکړل.

یوه امریکايي چارواکي چې نه غواړي نوم یې افشا شي ویلي دي چې د ایران په تمریناتو کې له سلو زیاتو سمندري پوځي وسایطو او له هغې ډلې کوچنیو کشتیو ګډون کړی و.

یوه بل امریکايي چارواکي هم ویلي چې دا پوځي تمرینات په روانه اونۍ کې پای ته رسېږي.

تهران د امریکا د هغې پرېکړې له کبله سخت په غوسه شوی دی چې له پیاوړو قدرتونو سره د ایران له اټومي موافقې تر وتلو وروسته یې پر دې هېواد بندیزونه لګولي دي.

د امریکا د پوځ د مرکزي قرارګاه قوماندانۍ د چارشنبې په ورځ وویل، د هرمز په تنګي کې- چې د بیلابیلو هېوادونو د تیل وړونکو کشتیو د تګ راتګ لاره ده، د ایران پوځي فعالیتونه زیات شوي.

په بیل اربن سیمه کې د امریکا د سمندري ځواکونو مشر ویلي دي چې دوی وضعیت څاري څو په دې تنګي کې د تجارتي کشتیو د تګ راتګ لاره خوندي وي.