د ولسمشر ډونالد ټرمپ د انتخاباتي کمپاین مشر محاکمه کېږي

د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د انتخاباتي کمپاین د پخواني مشر پاول مانافورټ د محاکمې لپاره منصفه هیئت ټاکل شوی دی.

راپورونه وايي چې له واشنګټن بهر د ویرجینیا ایالت د الکساندریه په یوې فډرالي محکمه کې د سه شنبې په ورځ د منصفه هیئت ۱۲ غړي وټاکل شول.

منافورټ لومړی کس دی چې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې په اړه د ټاکل شوې ځانګړي مفتش رابرټ مولر له‌خوا د راپورته شویو تورونو له کبله محاکمه کېږي.

مولر د ۲۰۱۷ م کال په مې میاشت کې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنې په اړه د ځانګړي څېړونکي په توګه ټاکل شوی دی.

پاول مانافورټ چې ۶۹ کلن دی د ۲۰۱۷ م کال اکټوبر کې د امریکا د بانکي قوانینو څخه په سرغړاویو تورن شو.

دا تورونه د ټرمپ له انتخاباتي کمپاین مخکې د نوموړي د هغه وخت سره تړلي چې له امریکا بهر یې کار کاوه.

نوموړي دا تورونه رد کړي دي.

نوموړی همدارنګه تورن دی چې د بهرنیو اجنټانو لپاره د امریکا له قوانینو یې هم سرغړاوی کړی.