د ولایتي شوراګانو او ولسمشرۍ انتخابات په یو وخت ترسره کېږي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسون وايي، د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو د نېټې په اړه‌یې پرېکړه نهايي کړې.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند سید حفیظ‌الله هاشمي پرون سې شنبه ماښام ازادي راډیو ته وویل، کمېسون د رأیو په اکثریت پرېکړه وکړه چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات به د راتلونکي ۱۳۹۸ هجري شمسي کال د وري د میاشتې په ۳۱مه نېټه ترسره شي.

که څه هم د اوسنیو ولایتي شوراګانو کاري دوره د روان کال د عقرب په میاشت کې پوره کېږي، خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند سید حفیظ‌الله هاشمي وايي، تخنیکي او مالي امکاناتو ته په کتو کمیسیون پرېکړه کړې چې د ولایتي شوراګانو انتخابات هم د ولسمشرۍ له انتخاباتو سره په یو وخت ترسره کړي.

په هېواد کې پراخې ناامنۍ، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مالي او تخنیکي ستونزې او سیاسي بې‌ثباتي د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو په وړاندې لویې ستونزې ګڼل کېږي.