د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان نوي حکومت ته د پیسو د نړیوال وجهي صندوق یا «IMF» لهخوا د مالي مرستو په وړاندې خبرداری ورکړی دی.
له دغو مالي مرستو څخه پاکستان چینایي پوروړو ته هم پیسې ورکوي.
مایک پامپیو د دوشنبې په ورځ له «CNBC» ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل چې متحده ایالات دې ته سترګې په لاره دی چې د پاکستان له نوي حکومت سره چې ټاکل شوې عمران خانیې جوړ کړي، کار وکړي، خو له منطقي پلوه دا درسته نهده چې پاکستان دې له دغو مرستو د چینایي پورونو د پرې کولو لپاره هم کار واخلي.
پامپیو وویل، باید له پامه ونهغورځول شي چې موږ به د «IMF» اقدامات له نږدې څارو.
د پاکستان نوي صدراعظم ته د پاکستان د مالي چارو مسؤلینو ځینو وړاندیزونه کړي چې پر اساسیې له «IMF» څخه تر ۱۲ میلیارده ډالرو پورې د مرستې غوښتنه کېږي.
د دغې نړیوالې مالي مؤسسې یوه ویاند ویلي چې تر اوسه په دې اړه د پاکستان له لوري کومه غوښتنه دوی ته نهده رسېدلې او نهیې هم په دې اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې دي.
پاکستان چې پنځه میلیارده ډالره د چین پوروړی دی، د بهرنیو اسعارو په وړاندې د خپلې پیسې د ثبات لپاره د نورو یو میلیارده ډالرو غوښتونکی دی.