ځینو تاجکستاني وګړو اووه​ بهرني اتباعو ته مرګ ژوبله اړولې

د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د امریکا سفارت وایي تاجکستاني وګړو د یکشنبې په ورځ اووه​ بهرني اتباعو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د امریکا سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې تاجک وګړو دغه اووه بایسکل سپاره بهرنیان لومړی په موټر وهلي او بیا یې په چړو ګوزارونه ورباندې کړې دي.

په اعلامیه کې راغلي چې د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت د دې پیښي په تړاو لږ تر لږه درې کسان وژلي او یو مشکوک کس‌یې نیولی دی.

د تاجکستان د کورنیو چارو وزیر رمضان رحیموف نن وویل چې د حکومتي چارواکو یو ځانګړی ټیم د دغې پېښې د ارزوني لپاره موظف شوی دی.

دا پېښه د دوشنبې ښار جنوب ته په ۱۵۰ کېلو مترۍ کې د ختلان په سیمه کې شوې ده.

په دې پېښه کې د دوو امریکایانو په ګډون څلور تنه بایسکل سپاره، یو جرمن او سویسي وګړی وژل شوي دي او دوه تنه ټپیان شوي چې یو یې فرانسوی وو.