د بامیان امنیتي چارواکي وايي چې طالبانو د کهمرد ولسوالۍ ۱۰ اوسېدونکي یرغمل نیولي او یو تنیې وژلی دی.
دا خبره د بامیان ولایت امنیه قومندان حمیدالله خدايي پرون ماښام ازادي راډیو ته وکړه او ویېویل طالبانو د کهمرد پر سرګلي کلي وړمه ورځ برید وکړ او د کورونو تر تلاشۍ وروستهیې ۱۱ کسان یرغمل ونیول.
ښاغلي خدايي زیاته کړه:
"یو کس د دغو یرغمل شویو له ډلې په شهادت رسول شوی دی. د سیمې خلکو د دغه وژل شوي کس جنازه په یوه مازدا موټر کې راوړه. پاتې ۱۰ کسانیې د هغوی له مالونو سره نامعلوم ځای ته وړي."
د بامیان امنیه قومندان وویل هڅې یې پيل کړي چې یرغمل نیول شوي کسان بېرته د طالبانو له منګولو وژغوري.
کهمرد د بامیان ولایت یوه لیرې پرته ولسوالۍ ده چې کله وارې له دې مخکې هم د وسلهوالو طالبانو تر بریدونو لاندې راغلې.
وسلهوالو طالبانو د وروستۍ پېښې په اړه څه تبصره نهده کړې.